د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د یو فلسطیني دولت جوړېدل په اسرائیل کې سوله تامینولای شي 


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف وایي‌ د یو فلسطیني دولت جوړېدل په اسرائيل کې د سولې لپاره «تر ټولو د باور وړ» حل کېدای شي او په خبره یې یوازې د ترهګرۍ په خلاف جنګېدل امنیت نشي تامینولای.

سرګي لاوروف په روسیې کې د عرب لیګ له مشر احمد ابوالغیط سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې « د یو فلسطیني دولت جوړېدل چې له اسرائیل سره څنګ په څنګ ژوند وکړي.... د [شخړې] حل تر ټولو باوري لاره» ده.

د عرب لیګ مشر په اسرائیل باندې د حماس ډلې د ناببره بریدونو څخه وروسته مسکو ته تللی دی.

لاوروف زیاته کړه: «موږ له هغو خلکو سره موافق نه یو چې وايي امنیت یوازې د ترهګرۍ په ضد جګړې له لارې راتلای شي.» هغه همدغه راز وویل چې مسکو خواشینی دی چې «سلګونه اسرائیلیان او فلسطینیان وژل شوي او غزه د اسرائیل د غچ اخیستلو هدف اعلان شوی» دی.

نوموړي وویل چې هېواد یې د اسرائیل په اړه د لویدیځ د تګلاره په اړه «جدي پوښتنې» لري. ده زیاته کړه چې لویدیځ وایي «جګړه باید ژر ودرول شوي‌ او اسرائيل باید ترهګر تباه» کړي چې په خبره یې دا کارونه مخکې هم شوې او «د فلسطینیانو ستونزه له دې ډېره نه ځنډول» کېږي. هغه وپوښتل چې ایا لویدیځ رښتیا هم دا حقیقت درک کړی چې دا جګړه ختمه شي.

لاوروف مخکې ویلي وو چې عرب لیګ او روسیه به په ګده کار کوي چې په اسرائيل او غزه کې «وینې تویدل بند» شي. د عرب لیګ مشر ابوالغیط وویل چې تاوتریخوالی غندي او « د یو سیاسي لیدلوري ایجاد او د اسرائیل او فلسطین د شخړې عادلانه حل» غواړي.

متحدو ایالتونو تېره ورځ خپلو جنګي بېړیو او کښتو ته امر وکړ چې اسرائیل ته نژدې د مدیترانې په بحیرې کې ځای په ځای شي او هم یې اسرائیل ته نوې پوځي مرستې واستولې.‌

مسکو له دغه اقدام وروسته وویل ویره لري چې‌ په دغې جګړې کې بل بهرنی هېواد داخلېږي.

د حماس جنګیالیو د شنبې په ورځ ناببره په اسرائیل باندې د ځمکې، هوا او او اوبو له لارې بریدونه وکړل، چې د اسرائیل مقاماتو په وینا شاوخوا ۶۰۰ کسان په کې وژل شوي دي او لسګونه نور یرغمل نیول شوي او غزې ته انتقال کړل شوي. دا د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو خطرناک بریدونه بلل کېږي.

په غزې کې مقامات وایي د اسرائيل په بریدونو کې څه باندې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي‌.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG