د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د حماس برید 'تش شیطاني عمل' و، امریکا د اسرائیل تر څنګ ولاړه ده


د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به له اسرائیل سره هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به له اسرائیل سره هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) یو ځل بیا پر اسرائیل د حماس بریدونه وغندل او د دغې ډلې بریدونه یې "تش شیطاني عمل" وباله.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د شنبې په ورځ د حماس په بریدونو کې د ۱۴ امریکایي اتباعو په ګډون تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او ټینګار یې وکړ چې امریکا به له اسرائیل سره هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

بایډن د هغو امریکايي اتباعو د شمیر په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه چې د حماس له خوا یرغمل شوي دي، چې د بایډن په وینا، د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي او هدف یې "د یهودانو وژل" دي.

بایډن وویل: "سپینه یې وایم، چې په ژوند کې داسې شیبې شته کله چې په نړۍ کې خالص او مطلق شرارت په لاره اچول کیږي. د اسرائیل خلکو د دې اونۍ په پای کې همداسې یوه شیبه درلوده."

بایډن وویل داسې راپورونه شته چې "مور او پلار په مرمیو سوري شوي؛ ماشومان وژل شوي، ټولې کورنۍ وژل شوي؛ ښځې ترور او جنسي تیري ورسره شوی دی."

بایډن دا هم وویل چې حماس د هولوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په شمول د برمته شويو د وژلو ګواښ کړی، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر په وینا، "د هر ډول بشري قانون څخه سرغړونه ده."

بایډن د حماس کړنې "ظالمانه او ترور" وبللې او زیاته یې کړه چې دا "د هغو خورا ناوړه کړنو یادونه کوي چې داعش ترسره کړي دي."

د متحده ایالاتو ولسمشر پر اسرائیل د حماس بریدونه "ترهګري" وبلله او زیاته یې کړه چې "په خواشینۍ سره د یهودو دپاره دا څه نوې خبرې نه ده.

ولسمشر بایډن زیاته کړه چې پر اسرائیل د حماس بریدونو د صهیونیزم او د یهودانو د نسل وژنې یادونه تازه کړه.

حماس د ایران او د لبنان د حزب الله ملاتړ لري او د دغې ډلې له خوا پر اسرائیل له بریدونو وروسته د تهران او د لبنان د حزب الله چارواکو د دغه برید ستاینه کړې ده.

بایډن د ایران او لبنان د حزب الله د نومونو له اخیستو پرته وویل، هغو هېوادونو او سازمانونو ته چې غواړي له وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي، یو څرګند پیغام لري او هغه دا، چې داسې کار ته "زړه مه ښه کوئ."

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د ۷۵ کلنې جګړې له پیل راهیسې، اسرائیلو د سه شنبې په ورځ پر غزې تر ټولو سخت هوايي بریدونه وکړل او د حماس تر کنټرول لاندې غزې زیاتره سیمې یې ویجاړې کړې.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې حماس یوه ورځ وړاندې ویلي وو، چې کله هم اسرائیل په غزه کې له خبرتیا پرته پر ملکي وګړو برید کوي، نو د دوی جنګیالي به د هر کور مخې ته چې له خبرتیا پرته پرې برید شوی وي، یو یرغمل وژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG