د ۲۰۲۶کال د ژمڼي المپیک لوبې د جمعې په ورځ د ایتالیا په میلان او کورتینا دي امپزو کې پیلیږي.
په دې لوبو کې د متحدو ایالتونو په ګډون د ۹۳ هېوادونو څخه څه باندې ۳۵۰۰ لوبغاړي ګډون لري چې په میلان، کورتینا دي امپزو او په نورو ځایونو کې به سیالۍ وکړي.
دا لومړی ژمنی المپیک دی چې په دې دوو ښارونو کې کیږي، خو د لیوګنو، بورمیو او وېرونا په ګډون، د ایتالیا په شمالي برخې کې هم د سیالیو میدانونه په پام کې نیول شوي دي.
د المپیکي لوبو د پرانیستي مراسم په ځايي وخت د شپې په اتو بجو د میلان په سن سیرو لوبغالي کې پیلیږي. په دې مراسمو کې د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هم ګډون کوي.
له دې مراسمو مخکې، جي ډي ونس د ایتالیا له لومړي وزیرې، جورجیا میلاني، سره ولیدل او د خبریالانو په حضور کې یې وویل: " موږ ډېر خوشحاله یو چې د المپیک، دوستۍ، سیالۍ او د ګډو ارزښتونو په خاطر دلته یو."
ونس د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې چې میلان ته ورسېد، د متحدو ایالتونو د ټیم د ښه راغلاست په مراسمو کې هم ګډون وکړ.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر چې د ونس ملګرتیا یې کوله، د دې هېواد په ټیم ویاړ څرګند کړ او د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "خوشحاله یم چې په میلان کې له مرستیال ولسمشر ونس سره یوځای یم چي زموږ د ژمنیو المپیکي ډلې له لوبغاړو سره وګورم. ستاسو په ژمنتیا ویاړم، ځکه چې تاسو د امریکا د غوره والي استازیتوب کوئ. راځئ چې مخ په وړاندې لاړ شو، د امریکا ډله."
ایتالیا د دې المپیکي لوبو او د احتمالي مظاهرو د مدیریت لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي او په زرګونه امنیتي پرسونل یې ګمارلي دي.
فورم \ دبحث خونه