د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د دوو رحم لرونکې میرمنې غبرګولي ماشومان زیږولی

کیلسي هاچر ۳۲ کلنه ده او تر دې وړاندې یې درې نور ماشومان هم درلودل.
کیلسي هاچر ۳۲ کلنه ده او تر دې وړاندې یې درې نور ماشومان هم درلودل.

د متحده ایالاتو د الابما په ایالت کې یوې ۳۲ کلنې میرمن چې دوه رحمه لري، د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومۍ لومړۍ) اعلان وکړ چې دوه غبرګونې لوڼې یې زیږولي دي.

دا میرمن په دواړو رحمونو کې امیندواره شوې وه او غبرګونې لوڼې یې په بیلو بیلو ورځو کې پیدا شوي.

میرمن کیلسي هاچر چي د خپل ژوند قصه د انسټګرام په حساب کې ثبتوي، د ماشومانو تر زیږیدو وروسته یې لیکلی، "زمونږ معجزانه ماشومان وزیږیدل".

هغې همدرانګه لیکلي چې زیږیدلې لوڼې یې د "حساب له مخې دومره نادرې دي چې هرې یوې یې دا پریکړه کړې چې باید خپله د زوکړې ځانګړې ورځ ولري".

میرمن هاچر پخپلې اولې زیږیدلې لور روکسي لیلی نوم ایښی. هغه د سه شنبې په ورځ د شپې په ۷ بجو او ۴۹ دقیقو پیدا شوه او بله یې چې ریبل لاکین نومیږي، د چارشنبې په ورځ د سهار په ۶ بجو او ۹ دقیقو پیدا شوه.

ډاکټرانو ویلي چې هر یوه ماشوم د زیږدو پر وخت تقریبا ً اوه اوه پونډه چې ۳.۲ کیلو ګرامه کیږي، وزن درلود.

سره لدې ډاکټرانو په لومړي سر کې ویلي و چې ښایي دا غبرګوني به د کرسمس په ورځ وزیږیږي خو د امیندوارۍ په ۳۹ اوونۍ کې میرمن هاچر ته ځانګړې درمل ورکړل شول. دواړه خویندې به د کرسمس رخصتۍ په کور کې د خپلو نورو وروڼو او خویندو سره تیروي.

میرمن هاچر چې د روغتون څخه کور ته روانیده، ژمنه یې وکړله چې د ماشومانو د زیږیدو ټوله قصه به شریکوي.

هغه وایي په ۱۷ کلنۍ کې پوه شوه چې دوه رحمه لري. د اټکل له مخې په نړۍ کې یوازې ۰.۳ په سلو کې داسې میرمنې شته چې دوه رحمه لري.

په ځینو میرمنو کې دا ډول حالت د امیندواره کیدو او حیض میاشتنۍ ناروغیو پر وخت اختلاطات پیدا کوي. سره لدې چې ځینې میرمنې د دې ستونزې څخه د خلاصیدو لپاره د جراحۍ عملیات کوي خو داسې هم شته چې خپل عادي ژوند جارې ساتي.

میرمن هاچر ۸ اوونۍ امیندواره وه چې ډاکټرانو ورته وویل ماشومان یې غبرګوني دي او په بیلو بیلو رحمونو کې دي.

ډاکټره شویتا پټیل چې د میرمن هاچر درملنه کوي، وایي دا بیخي نادره ده چې یوه میرمن دوه رحمه ولري او په دواړو کې دې امیندواره شي.

هغې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا یوه "طبي حیرانتیا" ده.

پخپله میرمن هاچر هم وایي چې د نړۍ د هرو ۵۰ ملیون میرمنو څخه یوه یې داسې وي چې دوه رحمه لري او په دواړو کې امیندواره شي. د دې ډول وروستۍ امیندوارۍ راپور په ۲۰۱۹ کال کې په بنګله دیش کې ورکړل شوی و.

د عارفه سلطانه په نامه یوه میرمن چې په هغه وخت کې یې ۲۰ کاله عمر درلود غبرګوني ماشومان یې زیږولي و خو د یو بل څخه یې ۲۶ ورځې توپیر درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG