د امریکا "د قوت له لارې د سولې" سیاست په ۲۰۲۵ کال کې د منځني ختیځ په څو حساسو سیمو کې، د ایران په ملاتړ د ترهګرو ډلو لکه حماس او حزب الله سره په غزه او لبنان کې د شخړو پر مهال، د امریکا د متحد، اسراییل لپاره د ګټور اوربند په خوندي کولو او ساتلو سره، نسبي ارامي راوستله.
دې سیاسي چلند په سوریه کې د نوي اسلامي رژیم سره د متحدو ایالتونو د همکارۍ لامل هم شو.
د امریکا متحدو ایالتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د جنګ ځپلي هیواد د ثبات او له اسراییلو سره د تیرو شخړو د حل کولو د ژمنې په بدل کې، په سوریې باندې اوږدمهاله بندیزونه لرې کړل او له دمشق سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې بیرته ورغولې.
۲۰۲۵م کال د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ په دوهم اوربند پیل شو، هغه جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له غزې څخه پر اسراییل باندې د حماس د ډلې له خوا د برید سره پیل شوې وه.
د تلونکي ولسمشر جو بایډن ادارې او د هغه د راتلونکي ځای ناستي ډونالډ ټرمپ ټیم د اوربند د خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړ، چې د جنوري په ۱۹مه، د ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه یوه ورځ مخکې نافذ شو.
د دې اوربند له مخې، حماس ۳۳ ژوندي اسراییلي یرغمل خوشې کړل، چې په کې دوه هغه کسان شامل وو چې د یوې لسیزې راهیسې په غزه کې بندیان وو، پدې برسیره پنځه ژوندي تایلینډي یرغمل شوي کسان، او د اتو نورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه هم پکې شامل وو.
حماس او متحدینو یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې په برید کې ۲۵۱ اسراییلیان او بهرنيان یرغمل کړل، چې ځینې یې د برید پرمهال یا وروسته په بند کې د ترهګرو لخوا ووژل شول.
د جګړې په پیل کې څلور نور اسراییلیان هم په غزه کې بندیان وو، چې دوه یې مړه شول.
اسراییل د جنورۍ په میاشت کې د اوربند د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل او د غزې له ځینو سیمو څخه یې خپل ځواکونه وایستل.
خو اوربند د دوهم پړاو په اړه د خبرو له پیلیدو دمخه مات شو، اسراییلو شکایت وکړ چې حماس له اوربند څخه سرغړونه کړې او د مارچ په ۱۸مه د دې ډلې پر وړاندې پوځي عملیات بیا پیل شول.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ډوروتي شیا په هغه ورځ د امنیت شورا ته خبرې وکړې، د اسراییلو ملاتړ یې وکړ او حماس یې د نوې جګړې په پیلولو ګرم کړ.
اسراییلو په سپتمبر میاشت کې خپل بریدونه زیات کړل، د غزې په ښار کې چې په سیمه کې د حماس له وروستیو دوو مرکزونو څخه یو ګڼل کیږي، هوايي او ځمکني بریدونه وکړل. اسراییل دا کار د هغو عملیاتو سره هم مهال وکړ چې په ترڅ کې یې له دې ښار څخه د غزې سویلي برخې یوې ټاکل شوې خوندي سیمې ته یو میلیون فلسطینیان انتقال شول.
ټرمپ، د اسراییلو بریدونو ته په اشارې سره، حماس ته خبرداری ورکړ چې پاتې یرغمل شوي خوشې کړي یا له "دوزخ" سره مخ شي.
د سولې د ماموریت لپاره د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ټرمپ د زوم جیریډ کوشنر په منځګړتوب د اوربند لپاره د متحدو ایالتونو نوي ډیپلوماټیکې هڅې د سپتمبر په ۲۹مه پیل شوې چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د نوي پلان د وړاندې کولو لامل شو.
په هغه نیټه، ټرمپ د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په حضور کې وویل چې د هغه ۲۰ ماده یي پلان، چې د اسراییلو لخوا یې ملاتړ کیږي، د لومړي پړاو اوربند غوښتنه کوي چې په کې حماس به د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ نیټې د برید څخه مخکې او په جریان کې په غزه کې نیول شوي ټول پاتې یرغمل خوشې کړي.
هغه د اوربند د دوهم پړاو لپاره د عربي او اسلامي هیوادونو د ایتلاف لخوا د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه.
حماس د پلان لومړۍ مرحله ومنله او هغه ۲۰ ژوندي یرغمل یې خوشې کړل چې دوی نیولي وو. حماس د اکتوبر په لسمه له اسراییلو سره اوربند پیل کړ.
ټرمپ د اکتوبر په ۱۳مه اسراییلو ته لنډ سفر وکړ، د اسراییلو پارلمان ته د وینا او د هغوی له کورنیو سره یې په لیدنې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو جشن ولمانځه، او بیا په هماغه ورځ یې د مصر شرم الشیخ ته سفر وکړ ترڅو د سیمه ییزو او اروپایي قوتونو څخه د خپل سولې د پلان لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
دا ملاتړ د نومبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د غزې لپاره د امریکا د پلان په تاییدولو سره پراخ شو.
حماس د اکتوبر د اوربند له نافذېدو دوه میاشتې وروسته، د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو کسانو څخه چې لا هم په غزه کې و د ۲۷ یرغمل شویو کسانو مړي اسراییل ته وسپارل.
اسراییل د مړو او ژوندیو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان چې د امنیتي جرمونو په تور نیول شوي وو خوشې کړل او د سلګونو فلسطینیانو مړي یې بیرته ورکړل.
اسراییل هم د ټرمپ د سولې د پلان د لومړي پړاو پر بنسټ د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه ووتل او د اسراییلو پوځ ته یې د اسراییل او مصر پولو ته نږدې د نیمایي سیمې کنټرول په لاس کې ورکړ.
نتنیاهو، په دسمبر کې د ټرمپ د سولې د پلان د لومړي پړاو په پای ته رسولو ټینګار وکړ چې حماس دې د وروستي یرغمل شوي اسراییلي پولیس افسر رون ګویلي مړی بیرته ورکړي.
ټرمپ د دسمبر په ۲۹مه په فلوریډا کې په خپل مارالاګو استوګنځای کې د نتانیاهو او د ګویلي د کورنۍ کوربه و، او خبریالانو ته یې وویل چې د هغه اداره به "د ګویلي د جسد بیرته ترلاسه کولو لپاره هر څه چې په وس کې اري، تر سره کړي."
د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې، په دې اړه رسمي تبصره نه ده شوې چې کوم هیوادونه به د ټرمپ د پلان له مخې خپل ځواکونه د غزې د ثبات ځواک د برخې په توګه سیمې ته ولیږي، چې په دوهم پړاو کې به د حماس د بې وسلې کولو دنده په غاړه واخلي.
پداسې حال کې و چې ستیف ویټکاف ددې پرمختګ لپاره چې سپینه ماڼۍ یې د"سولې ارامۍ" دپآره ډیپلوماسي بولي په خپلو هڅو بوخت و اته عربي او اسلامي هیوادونه - اندونیزیا، مصر، اردن، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، ترکیه او متحده عربي امارات - چې د غزې لپاره د ټرمپ د پلان د وړاندې کولو په ورځ یې په ګډه اعلامیه کې هرکلی کړی و، په غزه کې د سوله ساتي د ځواک په اړه چوپ وو.
د حماس مشرانو د بې وسلې کیدو غوښتنه رد کړه.
ټرمپ د سپتمبر په ۲۹مه په خپلو څرګندونو کې، وویل چې که حماس د هغه د سولې پلان رد کړي، کوم چې د هغه په وینا "تل ممکن دی"، یا که حماس دا ومني خو عربي او اسلامي هیوادونه "د خپلې ژمنې د پوره کولو توان ونلري"، اسراییل به د متحدو ایالتونو "بشپړ ملاتړ" ترلاسه کړي ترڅو "د حماس د ګواښ له منځه وړلو دنده بشپړه کړي."
ټرمپ د دسمبر په ۲۹مه د فلوریډا په مارالاګو کې په داسې حال کې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې ترڅنګ ولاړ و خبریالانو ته د حماس څخه د بې وسلې کیدو غوښتنه تکرار کړه.
ټرمپ پرته له دې چې د کوم مهال ویش یادونه وکړي، د حماس په اړه وویل، "دوی ته به د بې وسلې کولو لپاره ډیر لنډ وخت ورکړل شي.
" هغه وویل چې که حماس د متحدو ایالتونو سره د بې وسلې کولو ژمنې څخه سرغړونې ته دوام ورکړي نو د "وحشتناکه" برخلیک سره به مخ شي. ټرمپ زیاته کړه چې د ۵۹ هیوادونو څخه ځینې چې د هغه په وینا د غزې د سولې پلان یې تایید کړی، چې د منځني ختیځ څخه بهر هیوادونه هم پکې شامل دي، غواړي چې سیمې ته ولاړ شي او "حماس له منځه یوسي" که حماس بې وسلې نه شي.
متحده ایالتونه او اسراییل په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د بشري مرستو د زیاتوالي اسانتیا برابرې کړې، چیرې چې اکثره خلکو د جګړې له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي او هغه ملکي سیمې چې حماس د خپلو فعالیتونو لپاره کارولې وې په کنډوالو بدلې شوې.
د امریکا او اسراییلو په ملاتړ د غزې د بشري مرستو یوه امریکايي ډله، د می په ۲۶مه د غزې خلکو ته د خوړو ویش پیل کړ، چې د ویش ځانګړو ځایونو څخه یې کار اخیست ترڅو ملکي وګړو ته مستقیمې مرستې ورسوي.
د ټرمپ ادارې د غزې د بشري مرستو بنسټ تمویل کړ، پداسې حال کې چې اسراییل ورته اجازه ورکړه چې په خوندي سیمو کې فعالیت وکړي او د ملګرو ملتونو سیسټم له پامه وغورځوي، چې اکثره وختونه د مرستې لارۍ د حماس لخوا لوټ او بلې خوا ته وړل کیدې.
د غزې د بشري مرستو بنسټ د نومبر په ۲۴مه په غزه کې خپل بیړنی ماموریت پای ته ورساوه، او اعلان یې وکړ چې دوی په بریالیتوب سره چې"د لوټ یا انحراف یوه پیښه " هم نده شوې، فلسطیني ملکي وګړو ته څه باندې ۱۸۷ میلیون بستې وړیا خواړه رسولي دي.
دې ډلې خپل کار د امریکا په مشرۍ د ملکي-پوځي همغږۍ مرکز ته وسپاره، چې د ټرمپ د پلان د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه په اسراییل کې تاسیس شو. دې مرکز ته دنده ورکړل شوې وه چې غزې ته د مرستو رسولو څارنه وکړي، چې اسراییلي چارواکي یې ثانوي رول لوبوي.
همدارنګه د ټرمپ د حکومت ډیپلوماسۍ د اسراییل او لبناني ترهګرې ډلې حزب الله ترمنځ د نومبر ۲۰۲۴ اوربند چې د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی و، د ټول کال په اوږدو کې حفظ کړ.
که څه هم اسراییل د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره د اوربند د مکلفیت څخه د پرله پسې سرغړونو شکایت وکړ.
د امریکایي او اسراییلي څیړونکو په وینا د اسراییلو دفاعي ځواکونو د کال په اوږدو کې په لبنان کې د حزب الله په اهدافو سلګونه هوایی بریدونه ترسره کړي، په څانګړي توګه د لیتاني سیند په جنوب کې، چیرې چې د اسراییلو پوځ وايي چې حزب الله هڅه کوي هغه زیربنا بیا ورغوي چې د اسراییل شمالي سیمو ته امنیتي ګواښ رامینځته کوي.
د اسراییلو پوځ په نومبر کې اعلان وکړ چې په لبنان کې په بریدونو کې د تیر کال د اوربند له پیل راهیسې د حزب الله څه باندې ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د ټرمپ د ادارې مرکچیان چې د کال په اوږدو کې یې له لبناني چارواکو سره لیدلي، له هغوی څخه یې غوښتي چې د بیروت د اوربند ژمنې ته درناوی وکړي او د لبنان وسله والو ځواکونو ته یې امر کړی چې حزب الله بې وسلې کړي.
امریکایي چارواکو د لبنان په جنوب کې د اسراییلي او لبناني چارواکو ترمنځ بیروت ته په بې وسلې کولو کې د پرمختګ په موخه د بې سارو خبرو اترو څو پړاوونو ته زمینه برابره کړله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دسمبر په ۱۹مه خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۲۴ کال د اوربند د ماتیدو د مخنیوي لپاره غوره لاره دا ده چې " لبنان یو پیاوړی حکومت ولري چې په ریښتیا سره هیواد کنټرول کړي [ترڅو] حزب الله نور د اسراییلو یا د لبنان حکومت لپاره وسله وال ګواښ نه وي."
د ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵ کال کې هم له ډیپلوماسۍ څخه کار واخیست ترڅو د اسراییل او سوریې ترمنځ تاوتریخوالی په بشپړې شخړې بدل نشي.
ټرمپ د می په میاشت کې په سعودي عربستان کې د سوریې د سرپرست ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل ترڅو یو نوی اسلامي حکومت جوړ کړي چې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې به د سوریې د دیکتاتور بشارالاسد او د متحدو ایالتونو د دښمن څخه واک واخلي.
دې غونډې د الشرع پر وړاندې د متحده ایالتونه د اکثره بندیزونو د لرې کولو لپاره لاره هواره کړه، ځکه چې هغه موافقه وکړه چې په سوریه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو سره همکاري وکړي او ژمنه یې وکړه چې د کلونو کورنۍ جګړې وروسته به هیواد کې ثبات ټینګ کړي او د اسراییلو سره د تیرو شخړو د حل لپاره به کار وکړي.
دا نږدې والی هغه مهال اوج ته ورسید چې الشرع د نومبر په میاشت کې واشنګټن ته سفر وکړ او د ټرمپ سره یې د دوهم ځل لپاره ولیدل او په رسمي توګه یې د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې د ګډون موافقه وکړه، چې اوس یې ځیني غړي په سوریه کې میشت دي.
د اسراییلو او سوریې مرکچیانو هم څو ځله په پاریس کې د جون او اګست په میاشتو کې د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د مستقیمو خبرو اترو لپاره سره ولیدل ترڅو هڅه وکړي چې یو امنیتي تړون ته ورسیږي چې د لسیزو دښمنۍ پای ته ورسوي.
که څه هم کوم پرمختګ نه دی اعلان شوی، خو ټرمپ د دسمبر په ۲۹مه د نتنیاهو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هغه "ډاډه" دی چې اسراییل او الشرع به "سره یوځای شي."
ټرمپ زیاته کړه: "زه به هڅه وکړم چې دوی سره جوړجاړی وکړي.
فورم \ دبحث خونه