د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري او ټرمپ خپلو انتخاباتي کمپاینونو ته زور ورکړی


د امریکا د جمهوري ریاست عمومي انتخابات د نومبر په اتمه کیږي
د امریکا د جمهوري ریاست عمومي انتخابات د نومبر په اتمه کیږي

د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاتل په ښار کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او هڅه یې وکړه چې ټول اتحاد او یووالي ته راوبلي.

په عین حال کې د هغې سیال د جمهوري ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه چې رای ورکونکو ته قناعت ورکړي چې په انتخاباتو کې رایه ورکړي.

میرمن کلینټن د واشنګټن په ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې د هغې دپاره د انتخاباتو ګټل ځکه مهم دي چې هغه غواړي د امریکا مثبت او متحد لیدلوری بیان کړي.

هغه وايي "مونږ باید انتخابات وګټو چې یوځای کار سره وکړو او د امریکا په هکله مثبت، خوشبینه، مطمین او متحد لیدلوری نړۍ ته وښيوو. هغه امریکا چې زه باور پر لرم او زه فکر کوم چې مونږ دا کار په ګډه کولای سو. د امریکا تر ټولو ښې ورځې اوس هم پاته دي."

په عین حال کې ښاغلي ټرمپ وویل چې ښځینه رای ورکونکي د هغه څخه ملاتړ کوي. هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په ۲۰۰۵ کال کې ثبت سوې ده او په کې ټرمپ د میرمنو په هکله نامناسبې خبرې کوي.

د ټرمپ دپاره د ښځو ایتلاف پرون د جمعې په ورځ د ښاغلي ټرمپ څخه د شمالي کرولینا په ایالت کې د ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي ټرمپ داسې وویل " دوی غواړي چې زمونږ کمپاین ودروي. دا ادعاګانې د منطق، حقیقت او استدلال څخه لیري دي. دوي دا ادعاګانې د شواهدو پرته کوي. هیڅ شواهد نلري. یواځي دومره وايي چې ۲۸ کاله مخکي، ۱۰ کاله مخکي، ۱۴ کاله مخکي ۱۲ کاله مخکي او داسې نور. زه داسې نه یم. تاسې به زما د ژوند څخه په بیلابیلو برخو کې متاثره شئ ."

ښاغلي ټرمپ پر ځان باندې لګیدلي تورونه ټول رد کړل او درواغ یې وبلل.

خو میرمن کلینټن بیا وايی چې د ټولو هغو کسانو دفاع به وکړي چې ټرمپ یې ښايي توهین کړي او په ټیټه سترګه ورته وګوري.

XS
SM
MD
LG