د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ایران د عراق په صدراعظم باندې برید غندلی 


د عراق صدراعظم مصطفي الکاظمي
د عراق صدراعظم مصطفي الکاظمي

د امریکا متحدو ایالتونو د عراق د صدراعظم مصطفی الکاظمي په کور باندې د بې پیلوټه الوتکې برید غندلی دی. صدراعظم له دغه برید څخه روغ رمټ وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۶) په یوې اعلامیې کې دا برید یو «تروریستي عمل» ګڼلی دی او ویلي دي چې خوشحاله دي چې مصطفي الصدر ته زیان رسېدلی نه دی.

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي:‌ «موږ د عراق له امنیتي ځواکونو سره، چې د عراق استقلالیت او حاکمیت ساتي، نژدې تماس لرو، هغوی د دغه برید په اړه پلټنه کوي‌ او موږ ورته د مرستې وړاندیز کړی. له عراقي ملګرو سره زموه تعهد ثابت دی. د امریکا متحده ایالتونه د عراق د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دی.»

د عراق ګاونډي هیواد ایران هم دا برید غندلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند دا برید وغنده او وویل چې دا ډول بریدونه د هغوی خلکو په ګټه دي چې د هغه په خبره په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د عراق په «امنیت، ثبات، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا تجاوز» کړی.

د یکشنبې د ورځې نومبر ۷ ( لړم ۱۶) سهار وختي د عراق د صدراعظم په استوګنځي باندې له چاودېدونکو توکو بار ډرون برید وشو.د عراق وسله والو ځواکونو دغه برید د صدراعظم مصطفی الکاظمي د وژلو هڅه بللې ده، خو نوموړی له دغه بریده روغ وتلی دی.

د عراق د وسله والو ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې په برید کې د بغداد په ګرین زون (شنه سیمه) کې چې ټینګ امنیت یې ساتل کیږي، د ښاغلي کاظمي استوګنځی په نښه شوی دی.

د عراق صدر اعظم مصطفی الکاظمي د هغه په استوګنځي‌ باندې له برید وروسته تلویزیونکې خبرې وکړېاو وویل:«مونږخپل هیواد، دولت او دولتي اساساتو ته په درناوي سره جوړوو، او ټولو عراقیانو ته یو ښه راتلونکی رامنځته کوو. زه په ټولو باندې دعراق د راتلونکي په خاطر د سوله ایزو خبرو غږ کوم.»

دوه عراقي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي اسوشیتدپرس خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید که د الکاظمي اوه ساتونکي ټپیان شویدي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG