د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او سعودي عربستان د سودان جنګي ډلې سولې ته وهڅولې 


سودان جګړه
سودان جګړه

متحدو ایالتونو او سعودي عربستان یو ځل بیا د سودان جنګي ډلې د سولې خبرو اترو او اوربند کولو ته وهڅولې.

له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو د مشر محمد حمدان داګالو د سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده، چې له کبله یې ډېر مالي زیانونه اوښتي او۱.۶ میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سودان کې د اوربند د ماتېدو سره سره د دخیلو جنګي ډلو مشران لا هم په سعودي‌ کې دي.

د واشنګټن او ریاض په هڅو د دوی ترمنځ د یوې اوونۍ اوربند شوی و، چې تېره دوشنبه ختم شو خو امریکا او سعودي هڅه وکړه چې دا اوربند پنځه ورځې نور هم وغځول شي، چې تېر ماښام پای ته ورسېد.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي متحدو ایالتونو او سعودي عربستان له جنګي غاړو غوښتي دي چې «د جګړې د دایمي ختمېدو لپاره دې په اوربند او په اغیزناک ډول یې د تطبیق کولو په اړه توافق» وکړي.

دولس ورځني اوربند له جنګي سیمو څخه د ملکي خلکو وتل او اړمنو ته د بشري مرستو رسول اسانه کړي‌ وو، که څه هم په ځینو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونې راپورونه ورکړل شوي دي.

د سودان د پوځ استازي تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې د سولې له خبرو ووتل او یوه ورځ وروسته امریکا او سعودي په رسمي ډول د دغو خبرو د ځنډ اعلان کړ.

واشنګټن ویلي دي چې دا مذاکرات به بیا هغه وخت پيل شي چې دواړه دخېلې غاړي د اوربند د ساتلو په اړه «جدیت» څرګند کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په راتلونکو څو ورځو کې سعودي‌عربستان ته ولاړ شي او د سودان د جګړې په اړه بحث به یې د خبرو په اجنډا کې وي.

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ د سودان په دواړو جنګي غاړو بندیزونه ولګول او هغوی یې د «ډېرې ویني بهیدو» د پارولو مسئول وګڼل.

د اټکل په اساس، د سودان په جګړې کې تر دې دمه ۱۸۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو اوونیو کې ۱.۲ میلیون خلک د سودان په داخل کې بېځایه شوي‌ او څه باندې ۴۲۵زره نورو یې بیا سودان پرېښی او وتلي دي. ملګري ملتونه وايي د سودان نژدې نیمایي نفوس، ۲۵ میلیون خلک عاجلو بشري مرستو او حفاظت ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG