د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان خپل منتقدین په نښه کوي 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د بشري حقونو د څار ډله وايي طالبان په افغانستان کې په ښکاره خپل منتقدین په نښه کوي.

د بشري حقو د څار ډلې د جمعې په ورځ جولای ۳۰ (زمری۹)په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي سره له دې چې طالبان ادعا کوي خپلو جنګیالیو ته یې د زغم او حوصلې لارښوونه کړې ده، بیا هم ددې ډلې وسله وال خپل منتقدین په نښه کوي.

د بشري‌ حقونو د څار ډله،‌ چې مرکز یې د امریکا د نیویارک په ښار کې دی، وايي طالبانو په کندهار کې یو شمیر کسان چې ګمان کیده د حکومت مامورین، امنیتي ځواکونه او د هغوی خپل او خپلوان نیولي دي.

د بشري‌ حقونو د څار ډله وايي چې په تازه پېښو کې وسله والو طالبانو،‌ په کندهار کې محلي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان هم مشهور و، له کور څخه اېستلی او بیا یې وژلی دی. وايي دغه ټوکمار چې پخوانی پولیس و، په ټک ټاک کې به یې سندرې او ټوکې خپرولې.

د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګاسمن وايي: «داسې ښکاري‌ طالب جنګیالیو ځکه خاشه ځوان وواژه چې هغه به په طالب مشرانو باندې مسخرې کولې. د هغه قتل او نورې تازه سرغړونې دا ښکاره کوي چې د طالبانو قومندانان غواړي‌ دوستانه انتقاد هم کلک وځپي.»

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې خاشه ځوان په کندهار کې له خپل کور څخه وویست. په ټولنیزو رسنیو کې په یوې ویدیو کې ښکاري چې وسله والو طالبانو هغه په موټر کې کینولی دی او په مخ یې په څپېړو وهي.

طالبانو بیا وروسته هغه وواژه. طالبان وايي‌ چې خاشه ځوان یې ځکه وژلی چې «هغه پولیس و او د طالبانو په ضد جنګېده». اکثریت افغانانو د خاشه ځوان وژل وغندل او په طالبانو یې کلک انتقادونه وکړل.

د بشري حقونو د څار ډلې د ځینو خلکو له خولې لیکلي دي چې وسله والو طالبانو په کندهار کې لسګونه کسان د حکومت او پولیسو سره د کار په تور نیولي دي او یو شمېر لا هم تري تم دي. دا ډله وايي چې اجباري نیول، ورک کول او وژل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او جنګي‌ جنایت بلل کیږي.

وسله والو طالبانو لا د بشري حقونو د څار ډلې د دغې ادعا په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا اعلامیه داسې مهال خپریږي چې د بشري‌ حقونو نورو سازمانونو هم اندېښنې ښودلې دي‌ چې طالبانو په هغو سیمو کې چې دوی تازه نیولې دي، د خپلې خوښې «نظام» په کې عملي کوي او د بشري او انساني حقونو ته درناوی نه کیږي.

XS
SM
MD
LG