د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو لومړۍ جوپه امریکا ته ورسېده 


امریکايي چارواکي وايي له افغانستان څخه به خپل افغان همکاران وباسي
امریکايي چارواکي وايي له افغانستان څخه به خپل افغان همکاران وباسي

امریکايي چارواکي‌ وایي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د یو شمېر افغان ژباړونکو او نورو همکارانو پرواز نن سهار جمعه جولای ۳۰ (زمری۸) امریکا ته را ورسېد.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیې کې دا یو مهم ‌اقدام بللی دی.

په اعلامیې کې راغلي‌ دي: « نن سهار د همکارانو د ژغورنې د عملیاتو لومړی پرواز امریکا ته را ورسید، په پرواز کې هغه افغانان او کورنۍ یې شامل دي، چې د مهاجرت ځانګړې ویزې په شرایطو برابر دي.»

امریکایي سیاستوالو په حکومت فشار راوړی و چې د امریکايي عسکرو افغان ژباړونکي او همکاران دې ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي. دوی وايي چې هغوی شاوخوا ۲۰ کاله له امریکايي عسکرو سره کار کړی او له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند په خطر کې دی.

د ښاغلي بایډن په اعلامیې کې راغلي دي: «د دغو خلکو راتګ د ډېرو نورو د راتګ پيل دی، موږ چټک کار کوو چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې په شرایطو برابر افغانان له خطر څخه وباسو- یا یې د امریکا ‌متحدو ایالتونو، د امریکا نورو مرکزونو او یا بل درېیم هېواد ته - چې د خپلو ویزو تر لاسه کولو پورې مصون او منتظر وي.»

د امریکا حکومت داسې مهال متحدو ایالتونو ته د افغان ژباړونکو او همکارانو د راتګ خبر ورکوي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کویټ او ځينو نورو هیوادونو سره په مذاکراتو بوخت دی چې دا افغانان امریکا ته تر راتګ پورې وساتي.

ښاغلي بلینکن تېره ورځ په کویټ کې په خبري کنفرانس کې وویل: «امریکا دې کسانو سره چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې زمونږ د شتون په وخت مونږ سره همکاري کړې، مرستو ته ژمنه ده. مونږ پدې برخه کې او په ځانګړې توګه د زړورو افغانانو او د هغوی د کورنیو د انتقال په پروګرام کې په کار بوخت یو.»

د امریکا د استازو خونې تېره اونۍ په غوڅ اکثریت یوه قانوني مسوده تائید کړه چې په زرګونو افغانان د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو په توګه او نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي وو چې شاوخوا ۲۵۰۰افغانان به د ویرجینیا په ایالت کې د «فورت لي» پوځي اډې ته ولېږدول شي.د «فورت لي» پوځي اډه د امریکا درېیم لوي پوځي تعلیمي مرکز بلل کیږي چې شاوخوا ۲۷۰۰۰امریکايي سرتېري او کورنۍ یې په کې مېشت دي.

چارواکو ویلي و چې شاوخوا ۷۰۰افغان ژباړونکی او نور همکاران به لومړی دغې پوځي اډې ته انتقالیږي او بیا به د امریکا په نورو سیمو کې مېشت کړل شي.

امریکايي چارواکو اعلان کړی دی چې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې به شاوخوا ۱۸۰۰۰افغان ژباړونکي او نور همکاران له هغه هېواد څخه وباسي.

شاوخوا ۴۰۰۰نور افغانان،‌ چې لا یې د ویزو اخیستلو کارونه بشپړ شوي نه دي، د اوس لپاره نورو هېوادونو ته لېږدول کیږي.

دغه افغانان چې امریکا ته راځي د ۹۰ورځو لپاره ورته د اوسېدو ځای، نقدې پېسې او ځینې نور امتیازات ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG