د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین له شانهګای څخه خپل غیر اضطراري پرسونل وباسي 


د چین په شانګهای کې د امریکا د کونسلګرۍ ودانۍ
د چین په شانګهای کې د امریکا د کونسلګرۍ ودانۍ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چین په شانهګای کې د خپل سیاسي ماموریت «غیر اضطراري» کارکوونکيو ته لارښوونه کړې چې له دغه ښار څخه ووځي.

په شانهګای کې د کرونا ویروس نوې څپه راغلې او د اپریل د میاشتې له پیل راهېسې یې اوسېدونکو ته ویل شوي‌ چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي.

په چین کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت په ویبسایټ کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: «زموږ په وضعیت کې تغیرات زموږ د ارزونو نتیجه ده، موږ په سیمه کې له بدلیدونکي وضعیت سره تعامل کوو او د کارکوونکو د شمېر او د فعالیتونو کمول زموږ د مامورینو او د هغوی د کورنیو لپاره غوره دي.»

تر دې مخکې د امریکا سفارت ویلي وو که کارکوونکي یې غواړي، په خپله خوښه له شانګهای څخه ووځي، وتلای شي.

په شانهګای کې، چې شاوخوا ۲۶ میلیون اوسېدونکي لري، د کرونا ویروس «اومیکرون» بڼه خپره شوې او تېره ورځ په چین کې ۲۷۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ وو.

په ښار کې له قرطنین وروسته، مارکیټونه تړل شوي، د خوراکي‌ توکیو هټۍ بندې دي او خلک نشي کولای چې هر څه انلاین راوغواړي. له همدې کبله خلک د تازه موادو او په خاص ډول سبزیجاتو د کموالي او نشتوالي په اړه شکایتونه کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیوه ډېره خپره شوې چې په کې ښودل کېږي یو شمېر قهریدلي خلک د خپلو کورونو او لوړو ودانیو له کړکیو څخه په یو غږ چیغې وهي.

له دغو شکایتونو وروسته، په شانګهای کې چارواکو د بندیزونو د نرمولو اعلان وکړ چې خلک ارام کړي. د بندیزونو د نرمښت له اعلان وروسته، د هغه سیمې د چم ګاونډ خلکو ته، چې په تېرو ۱۴ ورځو کې د کرونا کومه پېښه په کې ثبت شوې نه ده،‌ له کورونو څخه د باندې د وتلو او د نورو سیمو خلکو ته د محدود تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، خو نور خلک به سخت قرنطین وي.

سره له دې چې د چین حکومت د کرونا ویروس د «صفر» تګلارې تطبیق پیل کړې،‌ چې د کرونا ویروس په بشپړ ډول ختم کړي، مګر بیا هم د دغه ویروس نوي څپه په کې پیل شوې ده.

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشیتډپرس، رویټرز او فرانسې خبري اژانس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG