د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني؛ کلیسا کې له مذهبي مراسمو وروسته ۴۰تنه په کرونا اخته شوي

تصویر د جرمني د پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د جرمني د پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی

په جرمني چارواکي وايي د فرانګفورټ په یوې کلیسا کې د مذهبي مراسمو له ترسره کولو وروسته څه باندې۴۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د فرانګفورټ د ښار د روغتیا د څانګې مرستیال ریني ګوتسچاګ د جرمني ډي پي اې اژانس ته وویل: "اخته شوي کسان ډېر جدي نارروغ نه دي. په دوی کې یې یوازې یو کس په روغتون کې بستر شوی دی."

د جرمني د هیسن په ایالت کې، چې تجارتي مرکز فرانګفورټ هم په کې دی، حکومت د مۍ له لومړۍ نېټې را وروسته کلیساو ته اجازه ورکړې ده چې مذهبي مراسم ترسره کړي.

دا پېښه د مۍ په لسمه شوې ده خو چارواکو د شنبې په ورځ مۍ۲۲ (غبرګولي۳) رسنیو ته دا خبر ورکړی دی.

چارواکي وايي چې په کلیسا کې دغو عبادت کوونکو د حکومت د لارښوونو سره سم د یو بل ترمنځ واټن ساتلی و، خو بیا هم په دغه ویروس ککړ شوي‌ دي.

جرمني په اروپا کې د برتانیا، ایټالیا، فرانسه او هسپانیا په پرتله د کروناویروس له کبله کم تلفات لري.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د یکشنبې تر سهار مۍ۲۴ (غبرګولي۴) په جرمني کې د کروناویروس له کبله ۸۲۷۴ کسان مړه شوي دي‌ او نژدې ۱۸۰زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ۱۸۷ هېوادونو او سیمو ته رسېدلی دی.

د کروناویرس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۲زره انسانان مړه شوي دي او څه باندې ۵.۳۲ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG