د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: د جګړې میدان کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ وړتیا لرو 


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلي میلر نن سه شنبه جون ۲۹ (چنګاښ۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «نظامي تسلط د هېچا او قطعآ د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی. موږ د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون په اساس د تجهیزاتو، حفظ او پایداره مراقبت په برخوکې د ملاتړ صلاحیت او قابلیت لرو او په خاص ډول دا وړتیا لرو که د افغانستان په ځواکونو برید کیږي، د هغو ملاتړ وکړو.»

دغه جنرال خبرداری ورکړ چې د افغان محاصره شویو سرتېرو د ملاتړ لپاره د ملېشو استول به داخلي جګړې ته لار پرانیزي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي په ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او د چارواکو په خبره طالبان غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي.

نوموړي وویل چې طالبانو ته یې ویلي دي چې خپل تعرضي عملیات بند کړي نو په هغوی باندې به هوايي بریدونه «صفر» شي.

تېره اونۍ د امریکا فاکس نیوز خبر ورکړی و چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو په کندز او بغلان کې په وسله والو طالبانو بمباري کړې او تلفات یې ور اړولي دي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ‌ د سولې خبرې په ټپه درېدلي دي. د طالبانو یو ویاند محمد نعیم امریکا غږ ته ویلي دي چې هغوی غواړي خبرې مخکې ولاړې شې خو ادعا یې وکړه چې افغان حکومت نغواړي دا خبرې مخکې ولاړې شي.

مګر د افغانستان حکومت وايي چې د سولې د خبرو لپاره یې هلې ځلې کړي دي او طالبانو جګړې زیاتې کړې او ورانکارۍ کوي. امریکایي چارواکي هم وايي چې طالبان تاسیسات ورانوي او ورانکارۍ کوي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر وویل چې په سیاسي توافق سره په افغانستان کې سوله راتلای شي. هغه وویل: «ما دا خبره کړې ده که خشونت کم نکړئ، سیاسي توافق ته رسېدل به لا ستونزمن شي.»

نوموړي وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې له ځینو ولسوالیو څخه یې «تاکتیکي شا تک» کړی دی.

په دغه مطلب کې د اسوشیتدپرس له راپور څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG