د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان او بدخشان کې د طالبانو بریدونه دفعه شوي ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بامیان ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څو اړخونو د دغه ولایت پر سیغان ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

د بامیان امنیه قوماندان، زبردست صافي نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه ) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښتې څو ساعته دوام وکړ او طالبانو د تلفاتو په ورکولو وروسته شاتګ وکړ.

ښاغلي صافي زیاته کړه چې دغه وسله وال طالبان د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ له لارې بامیانو ته اوښتي و.

په افغانستان کې بامیان یو تر ټولو امن ولایت دی. د چارواکو په وینا طالبان د نورو ولایتونو له لارې دغه ولایت ته راځي.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې طالبان ځپلي دي.

د یاد وزارت ویاند فواد امان وايي چې تېره شپه طالب جنګیالیو پر جرم، تګاب، کشم او بهارک ولسوالیو بریدونه کړي.

امان وايي چې د وسله والو طالبانو په ضد جګړې کې د ولسي پاڅونونو غړي هم شامل وو.

د بدخشان پولیس وايي چې په دې نښتو کې د ۴۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ته.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG