د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د 'داعش د قربانیانو' ډله ایز قبر وموندل شو 


په عراق کې د داعش د قربانیانو ډله ایز قبر موندل شوی
په عراق کې د داعش د قربانیانو ډله ایز قبر موندل شوی

د عراق په شمال کې د کرد او عراق چارواکي وايي‌ چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) په یوه ډله ایز قبر کې د ۱۱ عراقي پولیسو مړي موندلي دي.

ګمان کیږي چې دا کسان به د داعش ډلې وژلي‌ او دلته ښخ کړي وي.

د پېشمرګه ډلې یو مسئول د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې «ډله ایز قبر د پنجشنبې په ورځ د دوراجي په سیمه» کې موندل شوی دی. په دې سیمې کې څمڅي او غارونه ډېر دي او د داعش ډلې د پټیدو خوندي ځای و.

دوراجي د «صلاح الدین ایالت» اړونده سیمه ده چې د کردستان خپلواکه سیمه او فدرال حکومت یې د مالکیت دعوه لري.

یو عراقي چارواکي وویل، «تر دې دمه د ۱۱ عراقي پولیس افسرانو مړي له قبر څخه اېستل شوي‌ دي. موږ فکر کوو چې دوی په ۲۰۱۸ کې د داعش ډلې سره بندیان وو.»

دغه چارواکي‌ وویل چې عراقي پولیس او د پیشمرګه جنګیالي د مړو د موندلو په عملیاتو کې ګډ کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې «دا قبر د داعش د بندي‌ غړیو څخه د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته » وموندل شو.

د داعش ډلې په ۲۰۱۴ کې په عراق کې یو شمېر سیمې ونیولې چې بیا د امریکا په مرسته عراقي‌ او کردي‌ ځواکونو وشړل. که څه هم د عراق حکومت په ۲۰۱۷ کې د داعش ډلې خلاف د بري اعلان وکړ خو لا هم دا ډلې په ځینو سیمو کې فعاله ده.

څو ورځې مخکې د ډسمبر په پنځمه نېټه په یو برید کې د پېشمرګه څلور جنګیالي ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول، چارواکو یې مسئولیت د داعش په غاړه واچوه.

XS
SM
MD
LG