د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایبولا د مخنیوي لپلره لویدیځې افریقا ته عسکر استوي


د امریکا جمهوررئیس د سه شنبې په ورځ د زرگونو عسکرو ځای په ځای کول تائید کړل چې په لویدیځه افریقا کې روغتیايي خدمتونه تقویه کړي چې پکې تراوسه پورې د ایبولا ناروغۍ نژدې ٢٥٠٠ تنه وژلي دي.‌

ښاغلي اوباما د جورجیا د اتلانتا په ښارکې د ناروغیو د کنټرول په مرکزکې د روغتیايي چارو د ماهرانو سره د خبرو نه وروسته وویل: ” دامریکا پوځ په ډیر ښه موقف کې دی چې بین المللی عکس العمل چټک کړي. “‌

اوباما زیاته کړه، ” د دغې ناروغۍ په خپریدوسره نړۍ امریکا ته سترگې په لار ده . او دا یو مسؤلیت دی چې موږ يي منو. موږ دی ته چمتویوچې پدې برخه کې مشری وکړو چې یو ډول مرسته ورته برابره کړوچي دا یوازی امریکا برابرولی شی او یوازی امریکا نړۍ په یوي طریقی سره هڅولای شی.

د جمهوررئیس په قول په سیرالیون، گینی اولابیریا کې روغتیايي سیستمونه ړنگیدو ته نژدی شویدي او امریکايي پوځ به په مستقیمه توگه د ایبولا د ناروغانو سره تماس نلري مگر د روغتیا د چارو کارکونکي به وروزي او اولس روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې هریو به يي سل سل بسترونه لري . په دغومرکزونو کی به د زیاتواغیزمنوناروغانو درمل کیږی.

دغه عسکر به د لابیریا په( مونروویا) کي دیره وي او هم به په چټکۍ سره سیمې ته نور مواد رسولی شی.

ښاغلی اوباما وویل، ددغې ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې د نړیوالې ټولنې چټک عکس العمل مهم دی چې لویدیځه افریقا له سیاسی گډوډۍ نه وژغوري.

” که ددغی ناروغۍ د خپریدو مخه همدا اوس ونه نیول شي نو کیدای شي چې په سلگونو زره خلک اغیزمن کړي، چی موږ ټولو ته د بیسارې اقتصادی، سیاسی او امنیتی پیچلتیا سبب کیدلای شي . دا یوه وبا ده چې نه یوازې سیمه ایز امنیت ته گواښ دی بلکه که دغه هیوادونه گډوډ شي او اقتصاد یې په ټپه ودریږی، یا یې خلک ورخطاشی ، نو دا بیا نړیوال امنیت ته با لقوه گواښ دی. دغه ناروغي پرموږ ټولو بیساری اغیزه لری حتئ که ددغې ناروغۍ سره موږ په مستقیمه توگه تماس ونلرو."

امریکا لا پخوا ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ( ١٧٥ ) میلیونه ډالرمرسته کړیده او حکومت له کانگرس نه د نورې بودیجې د منظورلو غوښتنه کوي چې د شپږو نورو میاشتو لپاره خپل دغه کوښښونه ورباندې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG