د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو هڅې وستایلې


ولسمشر ټرمپ له ایران سره د اتومي تړون مخالف دی
ولسمشر ټرمپ له ایران سره د اتومي تړون مخالف دی

متحدو ایالتونو د ځینو هغو اروپايي هیوادونو پرېکړه وستایله چې پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو هلې ځلې کوي.

دغو اروپايي هېوادونو هغو شرکتونو او کمپنیو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره معامله لري او ویلي یې دي چې له دې هیواد سره هره معامله سیمه بې ثباته او ترهګرو سره مرسته وکړي.

د مخکني ولسمشر بارک اوباما پر مهال امریکا او د نړۍ زبر ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره اتومي تړون وکړ، چې ایران به خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به یې پر تهران لګېدلي نړیوال بندیزونه ختمیږي.

خو ولسمشر ټرمپ دا تړون نه مني او اروپايي متحدینو ته یې د ۲۰۱۸ کال د مۍ تر ۱۲ نېټې وخت ورکړی و چې پر دغه تړون بیا کتنه وکړي.

د امریکا د مالیي وزارت د ترهګرۍ او استخباراتي مالیاتو د برخې مشرې سیګال مندیلکر لندن ته تللې چې د تړون د برخوالو اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړې. هغې وویل چې د بندیزونو لګول په سیمه کې د ایران د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي ښه هڅه ده.

مېرمن مندیلکر وویل "د رسنیو د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې د ایران-اړوند بندیزونو باندې غور کوي. موږ خبر شوي یو. دا یو ښه او مهم ګام دی او موږ یې ننګه کوو."

رویټرز خبري اژانس وايي نوموړې دا خبرې د برتانیا له استازو سره تر ملاقات مخکې وکړې.

تېره میاشت فرانسې، برتانیا او جرمني له اروپايی ټولنې وغوښتل چې پر ایران نوي بندیزونه تائید کړي، خو د نورو غړو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

مندیلکر به فرانسې ته هم ولاړه شي. هغې وویل چې ایران د حماس، حزب الله او اسد د رژیم مالي ننګه کوي او په خبره یې هغه شرکتونه چې له ایران سره معامله کوي ښايي په منځني ختیځ کې د دغو اورپکو ډلو مالي ننګه وکړي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړ چې امریکا به له تړون څخه په وتلو پښيمانه شي او د تهران غبرګون به تر هغه سخت وي چې اټکل یې کیږي.

امریکا، برتانیا، فرانسه، جرمني، روسیې او چین په ۲۰۱۵ کې له ایران سره اتومي تړون وکړ.

XS
SM
MD
LG