د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال میلي: شاید د اوکراین جګړه څوکاله وغځېږي  


جنرال مارک میلي
جنرال مارک میلي

د امریکا د متحدو ایالتونو لوړ پوړي جنرال مارک میلي خبرداری ورکړی چې ممکن د اوکراین جګړه څو کاله دوام وکړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي دغه څرګندونې دا اندېښنې پیدا کړي دي چې نړۍ به نوره هم« بې ثباته کېږي او د دوو لویو قدرتونو [امریکا او روسیې] ترمنځ د نړیوالې جګړې امکان زیاتېږي او کمېږي» نه.

جنرال مارک میلي تېره ورځ اپریل پنځمه (وري۱۶) د استازو د خونې د وسله والو خدمتونو کمېټې غړو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل په اوکراین باندې د روسیې یرغل «د اروپا سولې او امنیت ته تر ټولو لوی خطر او ممکن زما ۴۲ کلونو پوځي‌ ژوند کې د نړۍ لپاره لوی خطر» وي.

هغه وویل: «متحده ایالتونه د جیوستراتیژيک یوې تاریخي او حساسي‌ مرحلې کې دي. موږ باید یوه واضحه تګلاره مخې ته یوسو او سوله د چین او روسیې په نسبت د لوړ ځواک او ظرفیت څرګندولو سره وساتو. »

استازو له ښاغلي‌ میلي‌ څخه وپوښتل چې څه شي کولای شوای په اوکراین د ولاديمیرپوتین د یرغل مخه ونیسي؟ هغه وویل یوازینۍ لاره یې دا وه چې امریکایي ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړل شوي وای، خو ښاغلي میلي وویل چې هغه به د دغه کار مشوره نه وای ورکړې ځکه چې دا کار د روسیې سره د امریکا مخامخ جګړې خطر درلوده.

په دغې غونډې کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن هم خبرې وکړې. هغه وویل چې په ناټو کې د یوکراین د غړیتوب د نه ورکولو په ګډون د روسیې غوښتنې د منلو نه وې. روسیې په اوکراین تر یرغل مخکې خپلې غوښتنې امریکا او ناټو ته سپارلې وې.

دغو دواړو لوړ پوړیو پوځي مقاماتو وویل چې د امریکا ځواکونو د یوکراین عسکر په اوکراین او ګاونډ پولنډ کې نه روزل، بلکې د امریکا په ګډون په نورو ځایونو کې یې دا کار کاوه.

ښاغلی استن وویل چې امریکا له یوکراین سره هره ورځ په تماس کې ده او د یوکراین ځواکونه د روسیې په مقابل کې د امریکا د «سټېنګر او جاویلین» میزایلو په ګډون پوځي مرستې او وسلې په اغیزناک ډول کاروي.

نوموړي امریکایي استازو ته وویل: «موږ په نورو شیانو[وسایلو] هم فکر کوو چې په دغې جکړې کې هغوی [یوکراین] ته د پرمختګ لار پرانیزي. او تاسو ولیدل چې موږ ځينې همداسې شیان واستول.»

د دفاع وزیر وویل چې د اوکراین ځواکونو ته د روزنې تر څنګ، امریکا په دې فکر کوي‌ چې د ناټو غیر غړو هېوادونو، لکه د جورجیا او فنلډ، عسکرو ته هم روزنه ورکړي.

جنرال میلي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په ایتلاف کې د ناټو غړي هېوادونه غواړي چې د اروپا په ختیځ کې امریکايي عسکر دایمي اډې ولري.

XS
SM
MD
LG