د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي "پاکستان سپک" کړي


مفتاح اسماعیل په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشر و
مفتاح اسماعیل په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشر و

د پاکستان د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي امریکا تورنه کړه چې په لوی لاس غواړي اسلام اباد د ترهګرۍ د مالي ملاتړو په څار لست کې ورګډ کړل شي.

په اقتصاد او مالي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار مفتاح اسماعیل وايي امریکا د مالي منابعو د څار د نړیوالې ادارې په غړو پسې ده چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په څارلست کې شامل کړي.

ښاغلي اسماعیل په همدې اړه تېره اونۍ په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشر و. هغه رویټرز ته وویل واشنګټن له پاکستان سره مرسته نکوي چې د مالي منابعو د څار په برخه کې خپل قوانین قوي کړي بلکه په خبره یې امریکا غواړي پاکستان سپک شي.

نوموړي وویل"که امریکایان له موږ سره او د تروریزم د مالي منابعو د مخنیوي د اصولو د ښه کولو لپاره کار کولو ته لیواله وای، هغوی به زما وړاندیز منلی وای. خو د هغوی مفکوره دا ده چې پاکستان سپک کړي."

هغه په دې اړه نور وضاحت ورنکړل چې د پاکستان له سپک کولو یې هدف څه او امریکا ته یې څه وړاندیز کړی دی. ښاغلي اسماعیل دا خبره هم وکړه چې په دې کار سره به د پاکستان اقتصاد ته لوی زیان ورسیږي.

یو شمېر ډیپلوماتان او پاکستاني چارواکي وايي اسلام اباد د امریکا د دغې هڅې د مخنیوي لپاره ډېرې هلې ځلې کوي او د سه شنبې په ورځ ترکیې، چین او د خلیج د همکاریو سازمان د امریکا پر دغو هڅو نیوکه وکړه او مخه یې ونیوله. خو دا مسئله د پنجشنبې په ورځ بیا راپورته شوه او چین هم خپل اعتراض بېرته واخیست.

د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په څارلست کې د پاکستان ګډول د دې لپاره کیږي چې اسلام اباد مجبور شي د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

امریکایي چارواکي وايي پاکستان په خپلې خاورې کې ترهګرو ډلو ته پناځایونه ورکړي دي، هغوی ته روزنه ورکوي او بیا يې پر افغان او نړیوالو ځواکونو د بریدونو لپاره افغانستان ته استوي. خو پاکستان دا تورونه نه مني

XS
SM
MD
LG