د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتمي پروگرام په سر خبرو کې د پرمختگ راپور


چارواکي خبر ورکوي د تهران د اتمي پروگرام په سر د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د خبرو په هغو دوو برخو کې پرمختگ شوی چې اختلافات موجود وو.

دغه دوه برخې په ایران باندې د بندیزونو لرې کول او د ایران د پوځي تاسیساتو تفتیش دي.

د اووم جولای د مهلت نه دمخه چې ټاکل شوې د شپږو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اطریش په پلازمینه ویانا کې د تهران د اتمي پروگرام په سر یوې هراړخیزې معاملې ته رسیږي، کارپوهان هلې ځلې کوي چې د دواړو اړخونو ترمنځ پاتې مسلې او د نظر اختلافات ژر تر ژره حل کړي.

د اتومي انرژي عمومي رئیس یوکییا امانو وویل د ایران د اتومي پروگرام په سر راپور باید روښانه کړي چې ایا ایران په کوم وخت کې غوښتل چی اتومي بم جوړ کړي.

ښاغلي امانو وویل"د ایران په همکارۍ، زه فکر کوم چې مونږ کولای شو د کال تر پایه پورې د هغو احتمالي پوځي زاویو په اړوند د وضاحت یو راپور خپور کړو."

د ایران د اتومي برخې یو جگپوړي مرکچي عباس عراقچي د شنبې په ورځ وویل چې د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ به درې پوړیزه موافقه امکان ولري.

ښاغلي عراقچي زیاته کړه"لومړۍ برخه به هغه ورځ وي چې مونږ په مجموعي ډول یو معامله وکړو چې اعلان به شي او د ملگرو ملتونو امنیت شورا به په هغه ورځ یو پریکړه لیک صادر کړي. بیا به مونږ قانوني بهیر ته انتظار کوو چې په اړوندو هیوادونو کې عملي شي. وروستۍ برخه به هغه مهال وي چې دا بهیر ختم شي او هیوادونه خپل چمتو والی څرگندوي، چې دا به زمونږ په اند د موافقې ورځ وي."

مهم خنډونه

څیړونکي وایي د دې معاملې په وړاندې یو مهم خنډ په ایران او په متحده ایالاتو کې سخت دریځې سیاستوال دي.

ایران ته د ښاغلی امانو سفر کیدای شي ځیي مخالفین دې معاملې ته قانع کړي چې مفتشین پوځي تاسیساتو ته د تگ اجازه ولري چې په خبرو اترو کې د اختلاف یو مهم ټکی دی.

د نړیوال اتومي انرژۍ ادرې پخوانی سلاکار، بهروز بیات وایی ښاغلي امانو غوښتل د ایران د خکو سره تماس ونیسي.

هغه زیاته کړه"ښاغلی امانوغوښتل چې د ایران له مسوولو خلکو سره مستقیم تماس ونیسي چې د دې موافقې خلاف دي. دا په پوځ کې، امنیتي ځواکونو کې او کیدای شي د ایران د عالي رهبرۍ ځیني کړۍ واوسي."

د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه ای چې ویل کیړي په ایران کې تر ټول ځواکمن شخص دی د دې معاملې مخالفت کړی.

د نړیوالې انرژۍ د پالیسي مرکز څخه ریچارد نیفیو وایي"د ایران روحاني مشر په ښکاره ویلي دی اندیمښن چې دا معامله به جاسوسانو او تخریب کوونکو ته اجازه وکړي چې د ایران پوځي تاسیساتو شاو خوا وگرځي او خبرې واوري. که زه هم د ایران یا بل هیواد مشر وایي ما به هم ورته اندیښنه درلودلی."

د ایران، متحده ایالاتو، فرانسې، روسیې، چین، بریتانیې او جرمني دیپلوماتان وایي هغوي هیله لري چې په راتلونکې څو ورځو کې یوې موافقې ته ورسیږي.

خو د ایران په پوځي تاسیساتو کې د تفتیش د اجازې مسله چې ډېره مهمه گڼل کېږي لا په ځای پاتي ده.

XS
SM
MD
LG