د لاس رسي وړ اتصالات

د سمندري ایتلاف جوړیدو لپاره د امریکا هڅې ته د ایران غبرگون


پداسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات د فارس په خلیج کې د بهرنیو تیل وړونکو بېړیو د خوندیتوب لپاره د سمندري ځواک د ایتلاف جوړولو هڅه کوي، ایران وایي د امریکا متحدین نغواړي پدې ایتلاف کې برخه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، وویل: "نن ورځ امریکا په نړۍ کې یواځې ده او نشي کولای ایتلاف جوړ کړي. د امریکا دوست هیوادونه پدې ایتلاف په گډون شرمیږي."

د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ د ٢٠١٨ کال د می د میاشتې راهیسې وروسته له هغې سخت شو چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایران او لویدیځو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ٢٠١٥ کال د اټومي تړون نه ووت او پر هغه هیواد باندې یې سخت بندیزونه ولگول.

دغه کړکیچ پر ایران باندې له فشارونو د زیاتیدو، د امریکایي بې پیلوټه الوتکې له پرزیدو او د فاریس په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو باندې له مشکوکو بریدونو وروسته نور هم زیات شو.

ددغه پیښو په غبرگون کې چې پړه یې پر ایران اچول کیږي، واشنگټن د یو سمندري ایتلاف په لټه کې دی چې د فارس په خلیج کې د تیلو د ټانکرونو امنیت وساتل شي او د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې د کیشتیو تگ راتگ تضمین شي.

ویل کیږي چې اروپایي هیوادونه په یو بل نوي کړکیچ کې د ښکیل کیدو په دلیل ددغه ایتلاف سره په یوځای کیدو زړه نازړه دي.

XS
SM
MD
LG