د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا خاوره کې د ټرمپ او کیم جونګ اون تاریخي لیدنه


د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ تاریخي لیدنه
د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ تاریخي لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن یکشنبه د «جون پر ۳۰مه» د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وکتل.

دغه لیدنه د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ په غیر پوځي حائل سیمه کې وشوه.

ډونالد ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د شمالي کوریا پر خاوره یې قدم کېښود.

جمهور رئیس ټرمپ د جنوبي کوریا د سفر په پای کې په خپل ټویټر ولیکل چې "د جنوبي کوریا نه د (شمالي کوریا) د مشر کیم جونگ اون سره له ډیرې ښې لیدنې وروسته ځي. د شمالي کوریا پر خاوره دریدل ټولو ته یو مهم پیغام دی او ستر درناوی".

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې ښاغلي ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر مون حه این سره لیدنه کې وویل، چې نوموړی به د دواړو کوریاګانو په غیر پوځي حائل سیمه کې د شمالي کوریا له مشر سره وګوري.

دغه لیدنه چې د ډېر کم وخت لپاره وشوه. ټرمپ د دواړو کوریاګانو له سرحد څخه تر تېرېدو وروسته د شمالي کوریا په خاوره کې قدم کېښود او وروسته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا په خاوره کې د ولسمشر ټرمپ څنګ ته راغی.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره کې ۲۰ قدمه وواهه او د هغه دغه اقدام یوه تاریخي لحظه وبلل شوه.

د ټرمپ او کېم ناڅاپی لیده کاته
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

ولسمشر ټرمپ په دې باوردی چیښې او ژورې اړیکی د سترو بریاو سبب کیدلی شي. نو دی د خپلې ډېر مهم ملاقاتپراخی او هراړخېزې نتیجی ته سترگی په لاردی.

وروسته دواړو مشرانو رسنیو ته لنډ معلومات ورکړل، ټرمپ په دغه لیدنه کې وویل چې "دی او کیم جونګ اون خپلو کې ژوره دوستي لري."

ټرمپ همدارنګه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته امریکا ته د تګ بلنه هم ورکړ.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم د شمالي کوریا خاورې ته د ولسمشر ټرمپ داخلېدل یو زړور اقدام وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جنوبی کوریا څخه د تگ نه مخکې خبریالانو ته وویل چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ به د خبرو نوی پړاو په راتلونکی میاشت یعنی جولای کی پیل شي او پدې خبرو کې به د شمالي کوریا مرکچیان د بهرنیو چارو د وزارت دیپلوماتان وي.

XS
SM
MD
LG