د لاس رسي وړ اتصالات

د شریعت ضد مظاهرو امریکايي مسلمانان ویرولي دي


ویل کیږي چې په مینیسوتا کې یو شمېر مسلمانو میرمنو حجابونه لېرې کړي چې د افراطیانو له شره په امان وي
ویل کیږي چې په مینیسوتا کې یو شمېر مسلمانو میرمنو حجابونه لېرې کړي چې د افراطیانو له شره په امان وي

د امریکا د مینیسوتا په ایالت کې مسلمانان وايي د ښې اړخه اورپکو له لوري د شریعت ضد مظاهرو وروسته دوی د خوندیتوب احساس نکوي.

په مینیسوتا کې د سومالیايي مسلمانانو مذهبي مشران وايي دوی امنیت او مرستې ته اړتیا لري ځکه چې له دغو مظاهرو وروسته د امریکایي مسلمانانو پر ضد کرکه او جنايي جرمونه زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د "امریکا لپاره عمل" په نامه د ښې اړخه افراطیانو یوې ډلې په ۲۰ ښارونو کې د شریعت ضد مظاهرې وکړې. دغه ډله وايي چې شرعي قانون متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښ کړی او دوی په امریکا کې د بیان د ازادۍ او امریکا دودیزو ارزښتونو د ساتلو لپاره اقدام کوي.

یوې سومالیایۍ امریکايۍ مسلمانې میاران عمر وویل چې له دغو مظاهرو وروسته هغه د خپل ژوند په اړه اندېښمنه ده. هغه وايي " کور ته په لار، کار ته په لار او د موټروانۍ پر مهال شاوخوا ګورم او یو ډول ویره مې په زړه کې وي. مخکې داسې نه وم."

مېرمن عمر وویل د اسلام ضد احساساتو او نفرتونو له کبله ځینو مسلمانو میرمنو خپل دودیز لباسونه او حجابونه هم بدل کړل چې د افراطیانو له پامه خوندې وي.

خو په مینيپولیس کې د دارالهجره جومات امام عبدالسلام وايي د "امریکا لپاره عمل" ډله بې ثبوته ادعا کوي چې اسلام د متحدو ایالتونو لپاره خطر دی.

هغه وویل "موږ متوجه شوي یو چې د مسلمانانو ضد نفر او هغه خلک چې دعوه کوي د شرعي قانون ضد دي، زیات شوي دي، خو که دقیق شو، هاغسې چې دوی دا موضوع مطرح کوي، د خپلې ادعا لپاره هېڅ ثبوت نلري."

ښاغلي ادم چې په امریکايي کې د اسلامي ټولنې غړی هم دی وايي هغه مسلمانان چې په امریکا کې ژوند کوي، د متحدو ایالتونو اساسي قانون مني او درناوي ورته لري.

ده " د امریکا لپاره عمل " ډلې ته بلنه ورکړه چې ورشي او له نژې دې وویني چې مسلمانان څنګه د نورو امریکایانو په څېر ژوند کوي او خپل اولادونه روزي.

" د امریکا لپاره عمل " ډلې په خپلې ویپاڼې کې لیکلي "هېڅلکه او هېڅ وخت به د هېچا پر ضد، د هغه د مذهب، نژاد، جنس او سیاسي لیدلوري په اساس تبعیض ونه زغمو. د امریکا اساسي قانون موږ ټولو ته د سولې په فضا کې د مذهب پاللو اجازه راکړې او موږ به له دغه اصل څخه کلکه دفاع کوو."

د شمېرو له مخې په امریکا کې څه باندې درې میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې په دې وروستیو کې یې پر ضد یو لړ حساسیتونو پارېدلي دي.

په تېره بیا د ولسمشر ټرمپ له کمپاینونو او واک ته له رسېدو وروسته دا ډول پېښې څه ناڅه زیاتې شوي هم دي.

امریکایي چارواکي وایي داسې دقیق ارقام نلري واک ته د ښاغلي ټرمپ له رسېدو وروسته د مسلمانانو ضد د تاوتریخوالي څومره پېښې شوي دي، خو امریکايي مطبوعاتي وايي دا ډول پېښې سلګونو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG