د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدام یو انتخاب دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ جاپان ته ولاړ او د شنبي په ورځ به چین ته ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ جاپان ته ولاړ او د شنبي په ورځ به چین ته ځي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي که د شمالي کوریا له لوري خطرونه نور هم زیات شي، پر ضد به یې پوځي اقدام یو انتخاب وي.

وزیر رکس ټیلرسن د جمعې په ورځ وویل که د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام له امریکا او متحدینو ته یې د پېښېدونکي ګواښ کچه هغې اندازې ته چې" موږ فکر کوو باید یې پر ضد اقدام وشي" ورسیږي، بیا به د دغه هېواد پر ضد پوځي اقدام یو انتخاب وي.

ښاغلي ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ جاپان ته ولاړ او د شنبي په ورځ به چین ته ځي.

اسوشیټډ پرس وايي چې ښاغلي ټیلرسن وویل امریکا نغواړي چې کوم پوځي اقدام وکړي خو که شمالي کوریا داسې کوم اقدام کوي چې د "جنوبي کوریا پوځ او یا زموږ پوځ ته خطر پېښوي، له ورته اقدام سره به مخامخ شي". خو هغه هيله وښوده چې شمالي کوریا باید دا ډول حالت ته ولاړ نشي.

نوموړي د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې خبریالانو ته وویل "اجازه راکړئ چې صفا خبره وکړم، د ستراتیژک زغم پالیسي اوس ختمه شو ې، موږ اوس د امنیت او د ډیپلوماټیکو اقداماتو نوې لارې لټوو، دا هر څه په میز پراته دي".

هغه وویل د دوو لسیزو راهېسي شمالي کوریا اتومي پرگروام د ختمولو هڅې ناکامې شوي دي او اوس د شمالې کوریا په اړه پر یو نوي دریځ غور کول دي.

دمخه هم امریکا د شمالي کوریا پر ضد د پوځي اقدام خبره کړې وه خو په داسې صراحت یې نه وه بیان کړې.

XS
SM
MD
LG