د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد کانګرس ته د افغان سولې په اړه پټ معلومات ورکوي


دا به لمړی ځل وي چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه سنا ته معلومات ورکوي
دا به لمړی ځل وي چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه سنا ته معلومات ورکوي

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲) د بندو دروازو تر شا د متحدو ایالتونو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کميټې ته له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه پټ معلومات ورکړي.

زلمی خلیلزاد د افغانستان د بیا پخلاینې او سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی دی. د دغې دندې له پیل راهیسې به دا لومړی ځل وي چې ښاغلی خلیلزاد امریکايي قانون جوړوونکو ته د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه راپور ورکوي.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرس ځینو غړو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه غوښتي وو چې ښاغلی خلیلزاد دې ور واستوي چې له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو په اړه هغوی ته راپور ورکړي.

تېره میاشت د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې دموکرات غړو مایک پمپیو ته په استول شوي لیک کې ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې "شفافیت" نشته.

زلمي خلیلزاد تر دې دمه په قطر کې له طالب استازو سره شپږ ځلې لیدلي دي، دواړه خواوې په دغو مذاکراتو کې د پرمختګونو خبره کوي.

افغان حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا هم پر ښاغلي خلیلزاد نیوکه کړې وه چې له طالبانو سره د خپلو تماسونو په اړه افغان حکومت ته معلومات نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG