د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په ۵۹ شرکتونو بندیز ولګوه 


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحدو ایالتونو د چین د دفاع له وزارت سره د همکارۍ په تور د چین په ۵۹ مخابراتي، تکنالوژۍ او بیارغونې په شرکتونو بندیز لګولی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي۱۳) د یو فرمان په خپرولو سره دا شرکتونه په تور لست کې شامل کړل.

دا بندیزونه د هغو بندیزونو تسلسل دی چې د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د چین په یو شمېر شرکتونو لګولي وو.

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۰ د نومبر په میاشت کې د چین په ۳۱مخابراتي، ساختماني او د تکنالوژۍ په شرکتونو بندیز ولګوه.

د ښاغلي بایډن په لست کې هغه شرکتونه هم شامل دي چې د تکنالوژۍ د څار او نظارت په برخو کې کار کوي.

سپینه ماڼۍ وايي‌ چې له دغو شرکتونو څخه «د بشري حقونو سرغړونې ته د لارې هوارولو لپاره چې د امریکا او د امریکا د متحدینو امنیتي ‌او دموکراتیک ارزښتونه کمزوري کوي» کار اخیستل کیږي.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « ولسمشر چې نن کوم اجرايي فرمان امضا کوي، مخکنی اجرايي فرمان قوي‌ او غښتلی کوي او د چین خلق جمهوریت په نظامي او صنعتي برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پانګونه منع کوي.»

په چینايي شرکتونو د بندیز دا فرمان د اګست د میاشتې له درېیمې نېټې څخه وروسته عملي کیږي.

XS
SM
MD
LG