د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه اسانه کوي 


افغانانو ته ځانګړې ویزې
افغانانو ته ځانګړې ویزې

د امریکا د بهرنیو چارو او داخلي امنیت وزارتونه وايي‌ چې افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې [SIV] د اخیستلو پروسه ساده کوي.

دغو وزارتونو نن دوشنبه جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې ددغې ویزې نوي متقاضیان وروسته له دې ضرورت نلري چې ډېرې فورمې ډکې کړې. دا بهیر له همدې اوونۍ پیلېږي او عریضه کوونکي به یوازې یوه فورمه ډکوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د کورني‌امنیت وزیر الهندرو مایورکاس په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «د مېشت کولو دا نوی بهیر،‌ چې د دغه پروګرام د لا اغیزناک کولو برخه ده، د عریضه کوونکو له مخې به خنډونه لېرې کوي‌ او د عریضې [د پروسس] وخت به هم کموي.»

د مهاجرت ځانګړې ویزې هغو افغانو ته ورکول کېږي چې له امریکايي ځواکونو،‌ د امریکا له حکومت او د حکومت نورو اړوندو ادارو سره یې کار او همکاري کړې وي.

د امریکا حکومت تېرکال د جولاۍ په میاشت کې د افغانانو لپاره د [SIV] ۸۰۰۰ ویزې ځانګړې کړې. چارواکي وايي چې ‌د ۲۰۱۴کال راهېسې یې ۳۴۵۰۰ دا ډول ویزې افغانانو ته ځانګړې شوې او د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۵۴۵ افغانان په دغو ویزو متحدو ایالتونو ته راغلي دي.

لا هم یو شمېر افغانان شته چې وايي د مهاجرت د ځانګړو ویزو مستحق دي او لا هم په افغانستان پاتې دي. څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره [SIV] د پروسې چټک کولو لپاره یې نوي کارکوونکي ګمارلي او امکانات یې زیات کړي‌ دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي وو چې «د کارکوونکو شمېر مو زیات کړی، د تقاضاو مراحل مو ساده کړي او د تکنالوژۍ برخه» یې هم ښه کړې ده.

ښاغلي پرایس همدغه ارز ویلي دي چې په کابل کې د [امریکا] د سفارت د چارو له ځنډولو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په درېیم هېواد کې په سفارتونو او کونسلګریو کې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو مراحل مخې ته یوسي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شول او امریکايي مقامات وايي چې له هاغه را وروسته یې د تخلیې په پروګرام کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال کړل.

XS
SM
MD
LG