د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو تر اوسه څومره افغانان د افغانستان څخه ایستلي؟


د امریکا د حکومت درې ادارو، دفاع وزارت، روغتیا او بشري خدماتو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ۳.۳ میلیارډ ډالر ځانګړي کړي چې د متحدینو د ښه راغلاست په نامه د لسګونو زرو افغانانو د پراخې تخلیې او بیرته ځای پر ځای کولو عملیاتو ملاتړ وکړي.

تیر کال اګسټ په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت د پرزیدو څخه سمدستي وروسته د متحده ایالاتو حکومت له کابل څخه د ګواښ سره مخامخ افغانانو تخلیه چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وینا «د هوا له لارې د تاریخ یوه تر ټولو ستره تخلیه» وه، پیل کړه.

دغه عملیات چې له بې نظمۍ ډک وو او د هغه وخت صحنې ښیي چې ناهیلي خلکو د متحده ایالاتو د پوځي الوتکو پورې ځانونه پداسې حال کې ځوړند کړي وو چې دغه الوتکې د کابل له هوایي ډګر څخه د پرواز په حال کې وې. هواشان تاوتریخوالی هم رامنځته شو: د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون څه دپاسه ۱۸۰ تنه د هوایي ډګر دروازې ته څیرمه د داعش-خراسان ډلې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د افغانانو د ۲۰۲۱ کال تخلیه په شمیرو کې

د رسنیو وروستي رپوټونه چې په غیر محرمانه اسنادو ولاړ او د معلوماتو د ازادۍ د قانون پر اساس ترلاسه شوي ددغو عملیاتو په ترڅ کې د امریکا د پوځي پرسونل او دپلوماتانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او ناهیلي په ډاګه کوي.

د امریکایي چارواکو په وینا ددغو دوو اونیزو عملیاتو په پای کې څه دپاسه ۱۲۴زره کسان په امن له کابل څخه تخلیه شول.

د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې ددغو عملیاتو مشري یې کوله ۳۷ میلیون ډالر د تخلیې په پروازونو لګولي، چې د تیر کال د اګسټ د ۱۶ څخه تر ۳۱ پورې شوي دي.

د افغانستان څخه د امریکا پوځي پروازونه د تیر کال د ااګسټ په ۳۱ ودریدل، خو د بهرنیو چارو وزارت د چارتر (کرایي) او سوداګریزو الوتکو له لارې د افغانانو تخلیې ته دوام ورکړ.

تخلیه شوي افغانان

د کابل څخه زیات شمیر ایستل شوي کسان په قطر کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال شول. هلته متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د دایمي ځای پر ځای کیدو دمخه د هغوی امنیتي سابقه او هویت تثبت شو. یو شمیر تخلیه شوي خلک جرمني او عربي متحده اماراتو ته هم انتقال شول.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د فبرورۍ تر ۱۵ پورې څه دپاسه ۷۶زره تخلیه شوي افغانان متحده ایالاتو ته انتقال شوي. لا هم یو شمیر تخلیه شوي کسان د امریکا څخه بهر په ترانزیت کې پاته دي.

د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ د ۱۶ یوه اعلامیه وایي، «په سلګونو تخلیه شوي افغانان سمدستي امریکا ته له تګ څخه منع شوي چې د متحده ایالاتو څخه بهر یې امنیتي سابقه او هویت تثبیت او کارونه یې بشپړ شي.»

تیره اونۍ په سلګونو تخلیه شویو افغانانو چې د متحده عربي اماراتو د ابوظبی په یو کمپ کې ځای پر ځای شوي درې ورځې اعتراضونه وکړل او امریکا ته یې د انتقالیدو غوښتنه وکړه.

د تخلیه شویو کسانو اکثریت چې امریکا ته انتقال شوي د اس آی وي یا د مهاجرت د ځانګړې ویزې لرونکي دي چې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځ سره کار کړی وي. په تیر کال کې ددغو تخلیه شویو کسانو څه دپاسه ۳۵۰۰ تنه یې د متحده ایالاتو دایمي اوسیدنې کارتونه او اجازه لري.

۳۶ زره تخلیه شوي کسان د افغانانو لپاره د امریکا د مهاجرت د هیڅ پروګرام لاندې نه راځي، خو بیا هم امریکا ته د داخلیدو وروسته د بشري ژمنو څخه مستفید شوي دي.

د ځای پر ځای کیدو د پروسې د یوې برخې په توګه تخلیه شوي افغانان لومړی د متحده ایالاتو په اتو پوځي تاسیساتو کې اوسیدل. د فبرورۍ د ۱۵ پورې یواځې ۱۲۰۰ تخلیه شوي افغانان په نیو جرسي کې په پوځي اډه کې پاته دي.

متحده ایالاتو په کابل کې خپل سفارت تړلی او واشنګټن په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیزندلی، خو د هغو افغانانو لپاره د مهاجرت پروګرام چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د امریکا لپاره کار کړی دوام مومي. د ځانګړو ویزو د پروګرام سربیره متحده ایالاتو په تیر اګسټ کې افغانانو لپاره د مهاجرت د دوهمې درجې لومړیتوب په نامه پروګرام هم اعلان کړی دی.

ددې لپاره چې متحده ایالاتو ته د مهاجرت کولو غوښتنه وکړي افغانان باید یو دریمګړي هیواد ته لاړ شي چیرته چې د امریکا دپلوماتیک ماموریت فعال وړي.

XS
SM
MD
LG