د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او پوتین سره مخامخ ګوري 


دواړه مشران به بله میاشت په ژینوا کې سره وویني
دواړه مشران به بله میاشت په ژینوا کې سره وویني

د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سره سره ټاکل شوې راتلونکې میاشت د دواړو هېوادونو ولسمشران په ژنیو کې سره مخامخ ملاقات وکړي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي۴) په یوې اعلامیې کې وویل چې جوبایډن به د امریکا د ولسمشر په توګه په خپل لومړي سفر کې په برتانیا کې د نړۍ د ۷-سترو اقتصادونو په غونډه کې له ګډون وروسته، په بروګسل کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.

اعلامیه وايي چې ښاغلی بایډن به د جون په ۱۶ په ژنیو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې دواړه مشران به په یو لړ مهمو مسایلو وغږیږي او تمه کیږي چې امریکا له روسیې سره ثابتو، دوامداره او د توقع سره برابرو اړیکو ته بیا وروګرځي.

د ولسمشر بایډن په حکومت کې له روسیې سره اړیکې ښه نه دي او امریکا په یو شمیر روسي چارواکو بندیزونه هم لګولي دي، خو له دې سره سره بیا هم ولسمشر بایډن د اپریل په میاشت کې وویل چې له ولسمشر پوتین سره ویني.

کرملین هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړه مشران به سره وویني او د واشنګټن-مسکو په لید لوریو، په ستراتیژیکو موضوعاګانو، د کرونا ویروس سره په مبارزې او ځینو نورو مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو به وغږیږي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اونۍ سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په راروان ملاقات یې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي وو چې امریکا له روسیې سره باثباته، پایداره او د توقع سره سمې اړیکې غواړي. هغه ویلي وو چې دواړه هېوادونه کولی شي چې د کرونا ویروس او اقلیم بدلون سره په مبارزې، د ایران او شمالي کوریا د اتومي پروګرام او افغانستان په مسایلو کې همکاري وکړي.

په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې روابط خراب شوي دي. د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې ادعاوې، د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځي حضور زیاتېدل، د روسیې د نیول شوي سیاستوال الکسي نوالني خراب صحي وضعیت ځینې هغه مسایل بلل کیږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړي دي.

XS
SM
MD
LG