د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په بلاروس بندیزونه لګوي 


د سپینې ماڼۍ ویانده جان ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جان ساکي

د امریکا متحدو ایالتونو د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د حکومت په ضد یو لړ تنبیهي اقدامات اعلان کړل.

امریکا له هغه وروسته دا اقدامات اعلان کړل چې بلاروس څو ورځې مخکې یوه مسافر وړونکې الوتکه په زوره کښینوله او د ولسمشر لوکاشینکو یو منتقد خبریال یې ونیوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دغې پېښې په اړه «د نړیوال معتبر تحقیق» غوښتنه وکړه او دا پېښه یې «په نړیوالو معیارونو مخامخ تېری» وباله.

د مۍ په ۲۳ نېټه د بلاروس حکومت له یونان څخه ارمینیا ته یوه روانه مسافر وړونکې الوتکه په دې پلمه کښینوله چې د بمب له ګواښ سره مخامخ ده. د بلاروس یوجټ په ډراماتیک ډول دغه مسافر وړونکې الوتکه بدرکه کوله.

نیول شوی خبریال د خبر رسولو د یو اپلیکشن مسئول و چې په بلاروس کې د تېرو مظاهرو په ضد یې د خلکو په خبرولو کې مهم رول لوبولی و.

سپینه ماڼۍ وايي چې له اروپايي ټولنې سره ګډ کارکوي چې د لوکاشینکو د حکومت په ځینو مهمو چارواکو باندې یو لړ بندیزونه اعلان کړي.

واشنګټن د حکومت ضد د مظاهره کوونکو د نیولو او ځپلو پر ضد د بلاروس په نهو تجارتي شرکتونو یو لړ اقتصادي بندیزونه اعلان کړي‌ وو چې د جون په درېیمه به پلي شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل دغه بندیزونه به هغه کسان په نښه کوي چې «د فساد، د بشري حقونو څخه ناوړه استفاده او په دموکراسۍ د برید» ننګه کوي.

سپینې ماڼۍ همدغه راز امریکایانو ته بلاروس ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی او امریکايي الوتکو ته یې ویلي دي چې د بلاروس په هوايي حریم د تېرېدو پر مهال «ډېر احتیاط» وکړي.

اروپايي ټولنې هم د خپلو غړو هېوادونو له هوايي شرکتونو څخه غوښتي چې د بلاروس د هوايي حریم له کارولو څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین د بلاروس له ولسمشر لوکاشینکو سره ملاقات کړی او له بلاروس څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG