په نړۍ کې د ادیانو د ازادیو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو کمیسیون وایي چې په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت له حده زیات خراب دی.
دې کمیسیون په خپل کلني راپور کې ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې هم "د اسلام یو ځانګړی تفسیر عملي کړی، چې ټول افغانان او په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او مذهبي اقلیتونه یې ډېر اغېزمن کړي دي."
په نړۍ کې د ادیانو د ازادیو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو کمیسیون، د محرم او عاشورا پر مراسمو د بندیز په ګډون، په افغانستان کې د شیعه اقلیت په وړاندې د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه په ګوته کړي.
په دې راپور کې راغلي چې طالب چارواکو په بدخشان کې اسماعیلیه اقلیت اړ ایستی چې حنفي مذهب ته واوړي او د سني مذهب پیروانو سره یې د اسماعیلیه مذهب د پیروانو ودونه منع کړي دي.
دې کمیسیون د طالبانو له خوا د هغو کسانو ځپلو هم په ډاګه کړي چې د دې ډلې پر سختدریځیو نیوکې کوي.
په راپور کې په ځانګړې توګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي، یادونه شوې او ویل شوي چې هغه د طالب مشر تر فشار لاندې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شو، ځکه چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو پر محدودیتونو له نیوکې وروسته د طالبانو مشر د هغه د نیولو امر کړی و او پر هغه یې د سفر بندیز لګولی و.
په دې راپور کې راغلي چې طالبانو "د شریعت د دې تفسیر د پلي کولو لپاره بدني مجازات، څارنه او خپلسري توقیفونه" تطبیق کړي دي.
راپور زیاتوي چې طالبان خلک په زور لمانځه او جومات ته اړ ایستلي او هغه کسان یې مجازات کړي چې خپل ویښتان او ږیرې یې په "غیر اسلامي" ډول جوړ کړي.
راپور دا هم وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې طالبانو د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په تور څو کسان ونیول، چې له هغوی څخه یو تن ته په تېر جولای کې د طالبانو د محکمې له خوا د مرګ سزا واورول شوه. د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه هم په دې راپور کې په ګوته شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او همدارنګه پر کار، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي مشارکت او ازاد تګ راتګ بندیزونه لګولي دي. طالبان ادعا کوي چې د "شریعت او افغان فرهنګ" پر اساس ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي، خو د بشري حقونو ډلې دا بندیزونه "د جنسیت پر اساس تبعیض" بولي او د لرې کولو غوښتنه یې کوي.
په دې راپور کې د رسنیو سانسور او د انټرنیټ پرې کول هم یاد شوي، او د طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ لګول شوي محدودیتونه په ګوته شوي چې د راپور له مخې د طالبانو دغه کار له کلک نړیوال غبرګون سره مخ شوی او د ملګرو ملتونو له خوا غندل شوی دی.
په نړۍ کې د ادیانو د ازادیو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو کمیسیون چې د دي هيواد کانګرس جوړ کړی، د متحده ایالتونو په مقننه قوه کې یو مستقل نهاد دی چې په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ څارنه، تجزیه، تحلیل او راپور ورکوي.
دا کمیسیون د متحدو ایالتونو ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او کانګرس ته راپور ورکوي، او موخه یې د دیني او مذهبي ځورونو مخنیوی او د مذهبي او عقیدوي ازادیو ته وده ورکول دي.
فورم \ دبحث خونه