په متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي چې د فدرالي تحقیقاتي ادارې اجنټانو د یوتا په ایالت کې هغه کس په ډزو وېشتلی او وژلی چې د ولسمشر جوبایډن په ضد یې تهدید کوونکي پیغامونه خپاره کړي وو.
دا پېښه د چهارشنبې په سهار اګست نهمه (زمري ۱۸) د یوتا ایالت د پروو په جنوب کې د ساوت لګ په سیمه کې شوې ده. د پلان له مخې تر دغې پېښې څو ساعته وروسته ولسمشر بایډن د یوتا ایالت ته رسېده.
د اف بي آی په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ځانګړو اجنټانو په ځايي وخت سهار ۶:۱۵ هڅه کوله چې د مشکوک کرایګ دیلیو رابرتسن په کور کې د هغه د نیولو جلب ولولي او ویې نیسي، چې د ډزو پېښه شوې ده.
د محکمې په اسنادو کې ویل شوي دي چې تر شک لاندې دغه کس انلاین لیکلي وو چې خبر شوی ولسمشر بایډن د یوتا ایالت ته روان دی او یو برګ او پلنګي لباس به پیدا [د خپل ام۲۴ نښه وېشتونکي ټوپ ګردونه به هم پاک» کړي. رابرتسن په یو بل پوست کې ځان د ټرمپ پلوی معرفی کړی و.
تحقیق کوونکو د محکمې په اسنادو کې ویلي چې د هغه د انلاین پوستونو څخه ښکارېدل چې هغه د لېرې واټن وېشتونکی ټوپک او نورې وسلې او ځانګړي پلنګي لباسونه لري.
د محکمې د اسنادو په اساس رابرتسن د ولسمشر په ضد د ګواښ په ګډون په دریو جنایتونو تورن شوی و. دغه کس د نیویارک د منهاټن څارنوال، د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ته هم ګواښونه کړي وو.
مقامات وايي چې رابرتسن د ۲۰۲۲ د سپتمبر په میاشت کې په خپل فیسبوک کې لیکلي وو چې د یو یا دوو ولسمشرانو د ترور ښه مناسب وخت دی. لومړی جو او بیا کاملا هریس.
د محکمې د اسنادو په اساس، هغه ته هېڅ مدافع وکیل پېژندل شوی نه و.
د ډزو د هغې پېښې په اړه، چې رابرتسن په کې وژل شوی، ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن، چې ایالتونو ته په سفر دی، د چهارشنبې ورځ یې په نیو مکسیکو کې تېره کړه او په پام کې ده چې د همدې ورځې په ماښام د یوتا ایالت ته ولاړ شي.
فورم \ دبحث خونه