د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وبا؛ ازبکستان له افغانستان سره د اکسېجن مرسته وکړه


دغه اکسېجن په بلخ کې افغان چارواکو ته تسلیم شو.
دغه اکسېجن په بلخ کې افغان چارواکو ته تسلیم شو.

د افغانستان د بهرنیو چاو وزارت وايي، ازبکستان له دغه هیواد سره د کرونا نارغانو لپاره د اکسېجن د زر ډبو مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ازبکستان دغه مرسته نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) په حیرتان بندر کې افغان چارواکو ته سپارل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له کرونا ویروس ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې د ازبکستان هیواد له مرستې څخه مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د سیمې لپاره د ازبکستان د سیاسي مرستیال څخه له کرونا ویروس سره د مبارزې په ځانګړي ډول د اکسېجن برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په روغتونونو کې د اکسېجن د کموالې په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د ناروغانو زیاتوالي ته په کتو له روغتیايي کار کوونکو څخه غوښتي چې د اکسېجن په مصرف کې له سپما څخه کار واخلي.

روغتیا وزارت تیره ورځ د کرونا ناروغۍ ګواښ ته په کتو یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغتیايي اصولو مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG