د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله ۳۷ تنه نور کسان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۲۴ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جون ۱۱( غبرګولې ۲۱) ویلي چې د دې ترڅنګ په ۱۴ ولایتونو کې د کرونا له امله ۳۷ ناروغان هم مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۸۸۷۴۰ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۳۴۴۹ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۳۱۶ ناروغان بیرته ښه شوي چې په دې سره د بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۶۰۵۹۶ تنو تنه لوړ شو.

د کرونا واکسین تطبیق

په ورته مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ټاکل شوې په دغه هیواد کې د چین د «سینوفارم» کروناویروس واکسین تطبیق راتلونکې اونۍ پیل شي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکتر میروس علیزي نن جمعه جون ۱۱( غبرګولې ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې په پلان کې ده د چین لخوا د کرونا ویروس ضد مرسته شوي واکسین تطبیق سبا شنبه او یا یکشنبه پيل شي.

د سینوفارم په نوم د چین لخوا د کرونا ویروس ضد جوړ شوي واکسین ۷۰۰زره ډوزه تیره ورځ افغانستان ته راورسېدل.

روغیتا وزارت په پلان کې لري چې دغه واکسین به د اړتیا پر اساس پر ټولو ولایتونو وویشل شي.

پر همدې مهال د افغانستان د روغتیا وزارت سلاکار عثمان طاهري امریکا غږ ته وویل چې دغه واکسین به تر ۵۵ کلونو پورته هغه کسانو ته تطبیق شي چې په تنفسي ناروغیو اخته وي.

تر دې مخکې له افغانستان سره د هند هیواد لخوا د کرونا ویروس ضد واکسین ۵۰۰زره ډوزه او د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د ۴۸۶زره ډوزه مرسته شوې وه.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د هند او روغتیا نړیوال سازمان لخوا مرسته شوی واکسین تر دا مهاله څه باندې ۶۵۰زره کسانو ته تطبیق شوی دی او دغه بهیر د واکسین د نشتوالي له امله د تیرې دوشنبې په ورځ درېدلی دی.

XS
SM
MD
LG