د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیکستان د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالات وځنډول


د اوزبیکستان د ریل پټلۍ ملي ادارې پرون (چهارشنبه فبرورۍ لومړۍ) افغانستان ته د اورګاډې له لارې د انتقالاتو بهیر د ځنډولو خبر ورکړی دی.

د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې افغانستان ته د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر ځنډېدو لامل د طالبانو حکومت لخوا پر وخت د دغې پروژې د ساتنې په برخه کې د ژمنو نه عملي کېدل بللي دي.

د بیان له مخې د طالبانو حکومت یو پلاوي د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ترمز کې له اوزبیکستاني چارواکو سره لیدنه کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره کې به د دغه ریل پټلۍ چارې د ۲۰۲۳ میلادي کا تر فبرورۍ میاشتې بشپړه شي.

د راپور له مخې د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي: " دا چې د افغانستان د او سپنې پټلۍ ادارې د توافق له مخې پر وخت اقدامات تر سره نکړل، مهرباني وکړئ خبر ورکړی چې اوزبیکستان سر د فبرورۍ له لومړۍ نېټې افغانستان ته د اورګاډې له لارې انتقال وځنډول."

د طالبانو حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت هم هغه مهال د ډسمبر۳۰مه له ازبیکستان څخه افغانستان ته د اورګاډې پروسې پر انتقال د موافقې خبر ورکړی و.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن پنجشنبه فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) د اوزبیکستان لخوا د اورګاډې پټلۍ له لارې د انتقالانو ځنډولو ته په غبرګون کې ویلي چې ټاکل شوې د یادې ستونزې د هواري په هدف یو افغان پلاوی اوزبیکستان ته سفر وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د اورګاډې پروسې د انتقال لپاره د عمل یو پلان (اکشن پلان) ترتیب شوی و چې په وینا یې یاده پروسه باید د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۱مه پوره شوي وای او ټولې چارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لخوا پر مخ یووړل شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په اعلامیه کې راغلي: "په همدې تفاهم لیک باندې د افغان او اوزبیکستاني اړخونو ترمنځ مفصل بحثونه شوي دي او په پام کې ده چې راتلوونکو دوو ورځو کې افغان هیئت یاد هیواد ته سفر وکړي او دغه تفاهم لیک نهايي او لاسلیک کړي، چې ورسره به د حیرتان ــ مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر بیرته پیل او په نور ډول جریان ولري."

یادې ادارې زیاته کړې چې هڅه کوي د حیرتان ــ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت او ټولې چارې افغاني کړي، ترڅو هیواد ته د ریل پټلۍ له لارې انتقالات په نور مال توګه دوام پیدا کړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د اورګاډې له لارې انتقالاتو ځنډېدل تائید کړي دي.

ښاغلي مجاهد تیره شپه فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان اورګاډې اداره تخنیکي او عملیاتي ستونزه نلري او په خبره یې یاد ځنډ د ازبیکستان د ریل پټلۍ لخوا رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "حیرتان بندرکې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي، ملي سوداګر دي له صبر او زغم څخه کار واخلي او کوښښ دي وکړي څو عاجل او اړین توکي د اقینې بندر له لاري هیواد ته وارد کړي. تعطیل د ازبکستان ریلوې لخوا رامنځ ته شوی، افغان اورګاډي اداره تخنیکي او عملیاتي اړخ کې کوم مشکل نه لري."

یاده ریل پټلۍ چې ۷۵کیلومتره اوږدوالي لري له حیرتان بند څخه تر مزار شریف ښار پورې غځېدلې ده په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت ګټې اخیستې تنې ته وسپارل شوه.

د دغه ریل پټلۍ له لارې تر ډېره د چین، قرغزستان، اوزبیکستان او قزاقستان څخه توکي افغانستان ته صادریږي.

XS
SM
MD
LG