د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان تخنیکي متخصصن د مزار د هوایي ډګر د ترمیم لپاره بلخ ته تللي


د مزار شریف نړیوال هوایي ډګر
د مزار شریف نړیوال هوایي ډګر

په تاشکند کې چارواکي وایي د ازبکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزار شریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم او د دې هوایي ډګر د فعال کولو لپاره د بلخ ولایت ته رسیدلي دي.

سره لدې چې د ګاونډیو هیوادونو په ګډون تر اوسه د طالبانو حکومت هیچا په رسمیت ندی پیژندلی خو دغه اقدام د طالبانو د حکومت سره د افغانستان د یو شمالي ګاونډي هیواد د اړیکو پیل کولو لپاره چمتولی ښیي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس ځانکړي استازي عصمت الله آرګاشف چې تیره میاشت د بلخ ولایت ته تللی و، د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) وویل چې د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان ۲۰۲۲ کال تر لومړنیو څو میاشتو پورې خپل کار بشپړ کاندي.

د مزار شریف په نړیوال هوایي ډګر کې د دغو ستونزو سره سره، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ډیری بشري مرستې چې د مرکزي آسیا د هیوادونو د لارې د افغانستان ته راځي، همدې هوایي ډګر ته راځي.

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د امریکایي ځواکونو په مشرۍ د خطر سره مخ افغانانو د را ایستلو بهیر د پای ته رسیدو نه وروسته هم څو دربست شویو الوتکو چې دغه ډول افغانان او بهرنیان پکې سپاره و، د مزار شریف د هوایي ډګر نه پروازونه کړي.

ازبکستان د افغانستان سره تقریباً ۱۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري خو په ستراتیژیک لحاظ دا ډیره مهمه پوله ده. په افغانستان د شوروي یرغل وخت ترمز مهم نظامي مرکز و او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو هم د غیرې پوځياکمالاتو لپارهد همدې سیمې نه کار اخیسته.

ازبیک چارواکي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ اوسنی حکومت د اعتبار وړ همکار بولي او د ګډو ګټو په خاطر د ګاونډیو هیوادونو تر منځ په دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کوي.

ازبکستان د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او هیوادونو لخوا د بشري مرستو رسولو په خاطر خپلې پولې پرانیستې دي او د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د دې هیواد د هوایي ډګرونو، ریل ګاډو پټلیو، او تر ټولو مهمه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د آمو دریاب پر سر د ملګرتیا د پله څخه افغانستان ته د مرستو رسولو لپآره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG