د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مرستیال ولسمشر ارمنستان ته تللی

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ نهمه) ارمنستان ته ورسېد.

ونس په داسې حال کې ارمنستان ته سفر کړی چې د ولسمشر ټرمپ حکومت هغه تړون پرمخ وړي چې تېر کال یې منځګړیتوب کړی و او د ارمنستان او ګاونډي اذربایجان ترمنځ یې لسیزې جګړې ودروولې.

ونس تر ټولو لوړپوړی امریکایي چارواکی دی چې ارمنستان ته سفر کوي.

جې ډي ونس د ارمنستان له لومړي وزیر، نیکول پاشینیان، سره له خبرو اترو وروسته وویل چې دا هېواد کولای شي په سیمه کې "د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ونډه ولوبوي".

پاشینیان له ونس څخه هرکلی وکړ او د هغه سفر یې تاریخي وباله او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې په رامنځته کولو کې یې د ټرمپ د حکومت له هڅو مننه وکړه.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ونس د سه شنبې په ورځ اذربایجان ته هم سفر وکړي.

د سولې د هڅو د پرمختګ ترڅنګ، تمه کیږي چې ونس به د ترانزیت د یوه داسې دهلیز د ودې لپاره هم هڅې وکړي چې اذربایجان د هغه هېواد له ناخچیوان سیمې سره نښلوي.

د ارمنستان لومړي وزیر، پاشینیان، او د اذربایجان ولسمشر، الهام علیوف، د تېر کال په اګست میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

دواړو خواوو د ناګورنو کاراباغ پر سیمې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې وروسته له هغې چې ارمني ځواکونو د دې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، جګړه کوله.

اذربایجان د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې د دې سیمې د یوې برخې کنټرول ترلاسه کړ، او د ۲۰۲۳ کال له یرغل وروسته یې پر ټولې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG