د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مرستیال ولسمشر له ارمنستان وروسته، اذربایجان ته لاړ

US Vice President JD Vance and Azerbaijani President Ilham Aliyev in Baku, Azerbaijan, February 10, 2026.
US Vice President JD Vance and Azerbaijani President Ilham Aliyev in Baku, Azerbaijan, February 10, 2026.

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، د سه‌ شنبې په ورځ اذربایجان ته سفر وکړ. ونس تر دې مخکې ارمنستان ته تللی و.

ونس په داسې حال کې ارمنستان او اذربایجان ته سفر کوي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت هغه تړون پرمخ وړي چې تېر کال یې منځګړیتوب کړی و او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ یې لسیزې جګړې ودروولې.

د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر، الهام علیوف، سره ولیدل او د هغه ترانزیټي دهلیز کار ته یې اشاره وکړه چې اذربایجان د د ارمنستان له لارې د هغه هېواد له نخجوان سیمې سره نښلوي.

ونس وویل چې دا پروژه کولی شي د سولې تړون د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي.

ونس له علیوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "موږ پوهیږو چې یو له سترو شیانو څخه چې کولی شي د جګړو او نښتو مخه ونیسي، دا دي چې دوه کسان له یو بل سره کلتوري تبادله کوي، له یو بل سره په کار کولو وخت تیروي، او البته د یو بل سره د جګړې په ځای، په ګډ کار کولو سره لویه سوکالي رامنځته کوي."

د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې متحده ایالتونه او اذربایجان دې هېواد ته د امریکایي کښتیو د خرڅلاو یوه موافقه هم لري. اذربایجان به له دې کښتیو څخه د خپلو اوبو د ساتنې لپاره ګټه پورته کړي.

علیوف وویل چې اذربایجان او متحده ایالتونه به د امنیتي مسایلو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو، د انرژۍ امنیت، دفاعي پلور او د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو په برخې کې به ګډکار وکړي.

ونس او د هغه مېرمن اوشا ونس، د ارمنستان څخه له وتلو مخکې، په یریوان کې د هغو شاوخوا ۱.۵ میلیون ارامنیانو په یادګاري څلې کې د ګلانو ګډۍ کېښودې چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د عثماني ترکانو لخوا وژل شوي وو.

ونس د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه او د ارمنستان لومړي وزیر، نیکول پاشیانیان، د غیرپوځي اټومي انرژۍ د یوې هوکړې په اړه خپلې خبرې اترې بشپړې کړې دي او په دې اړه یې هم بحث وکړ چې څنګه د ارمنستان له خاورې څخه د اذربایجان او د هغه هېواد له نخجوان سیمې سره د نښلونکي ترانزیټي دهلیز کار، چې د سولې د موافقې یوه برخه ده، پرمختګ ګړندی کړي.

جې ډي ونس د سه‌ شنبې په ورځ د ارمنستان څخه له حرکت کولو مخکې، خبریالانو ته وویل: "د یوې پام وړ سولې رامنځته کول په حقیقت کې لومړی ګام دی، خو د سولې ساتل هغه څه دي چې موږ یې نن کوو، او د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ هغه اقتصادي خپلواکي ولرو چې د سولې تړون د پايښت لپاره اړینه ده."

د ارمنستان لومړي وزیر، پاشینیان، او د اذربایجان ولسمشر، الهام علیوف، د تېر کال په اګست میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ په کوربه توب په یوې غونډې کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

دواړو خواوو د ناګورنو کاراباغ پر سیمې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې وروسته له هغې چې ارمني ځواکونو د دې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، جګړه کوله.

اذربایجان د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې د دې سیمې د یوې برخې کنټرول ترلاسه کړ، او د ۲۰۲۳ کال له یرغل وروسته یې پر ټولې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG