د وېنزوېلا ولسمشر نېکولاس مادورو پر هغه هېواد د امریکا بندیزونه "غیرقانوني او جرمي عمل" بولي.
د امریکا حکومت د سه شنبې په ورځ [جنورۍ ۲۹] د وېنزوېلا د تېلو پر دولتي شرکت بندیزونه ولګول.
مادورو ددغو بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وېنزوېلا کې د رژیم د بدلولو لپاره هڅه کوي.
د وېنزوېلا ولسمشر وایې چې په هېواد کې یې د هر ډول ممکنه تشدد مسؤل ولسمشر ټرمپ دی.
د امریکا د بندیزونو یوه موخه دا یادېږي چې ولسمشر نیکولاس مادرو، واک د اوپوزیسیون مشر خوان ګواېدو ته وسپاري. امریکا او یو شمېر نور هېوادونه ګوایدو د وېنزوېلا مشروع ولسمشر بولي.