د لاس رسي وړ اتصالات

پر کیف د روسیې په برید کې د ازادي رادیو یوه خبریاله ووژل شوه


د ازادې اروپا / رادیو ازادي ژونالیسته ویرا هیریچ
د ازادې اروپا / رادیو ازادي ژونالیسته ویرا هیریچ

د ازادې اروپا / ازادۍ رادیو ژورنالیسته ویرا هیریچ د اوکراین په پلازمینې کیف کې پر یوې ودانۍ باندې د روسیې هوایي ځواکونو برید کې ووژل شوه.

راپورونه وایي چې میرمن هیریچ پدغې ودانۍ کې اوسیدله.

د ازادې اروپا / ازادۍ رادیو د اوکراین څانګې ویلي دي چې د میرمن هیریچ مړی د جمعې په ورځ اپریل ۲۹ ددې ویجاړې شوې ودانۍ د خاورو او تیږو لاندې موندل شوی دی؛ هغه ودانۍ چې تیره شپه روسي ځواکونو په یو میزایل باندې په نښه کړې وه.

روسیې د جمعې په ورځ اپریل ۲۹ (غوایي ۹) تائید کړل چې کیف ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سفر په ترڅ کې یې پر دغه ښار هوایي برید کړی دی چې یوه ژورنالیسته هم په کې وژل شوې ده.

تصویرونه او خپرې شوې ویدیوګانې ښیي چې ددې ودانۍ ښکتني پوړونه په برید کې سخت زیانمن شوي دي. ودانۍ ته د نژدې موټرو ښیښې هم دړې وړې شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف، ددې برید پړه منلې خو ادعا یې کړې چې د دوی "لرې واټن ویشتونکو میزایلو په پوره دقت سره" په کیف کې د ارټم توغندیو د فابریکې ودانۍ په نښه کړې ده. اوکرایني مقاماتو پدې هکله تبصره نده کړې چې ایا د توغندیو د جوړولو فابریکه پدغه برید کې په نښه شوې او که نه.

د کیف ښاروال ویتالې کلیچکو، د اپریل په ۲۹مه د تیلګرام په یو پیغام کې وویل چې د ودانۍ د ویجاړیو لاندې یو مړی موندل شوی او پدغه برید کې ۱۰تنه نور ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.

میرمن هیریچ چې په ۱۹۶۷ کال کې زیږیدلې وه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې یې د ازادې اروپا / رادیو ازادۍ سره کار کاوه. له هغه دمخه دغې ژورنالیستې د اوکراین په یو مخکښ تلویزیون کې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG