د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ګرځندوی سازمان کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو


د ملګرو ملتونو ګرځندوی سازمان د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوایي اومه) په دغه سازمان کې د روسیې غړیتوب پر اوکراین د هغه هیواد د برید له امله وځنډاوه.

دغه سازمان وویل چې روسیې په دې کار سره د یاد د ګرځندوی سازمان اساسنامه نقض کړې ده.

ددغه سازمان یوه ویاند وویل چې د یاد سازمان د ۱۵۹ غړو هیوادونو څخه اکثریتو یې ددغه اقدام ملاتړ وکړ او موضوع یې عمومي جلسې ته وړاندې کړه.

دغه اقدام چې له دریو څخه د دوه برخې غړو ملاتړ ته ضرورت درلود، په مارچ میاشت کې د هسپانیا، جاپان، پولند او فرانسې په ګدون د ۲۲ غړو هیوادونو له خوا پيشنهاد شوی وو.

خو د یاد سازمان ویاند په دقیق ډول ونه ویل چې څومره غړو هیوادونو له دې اقدام څخه ملاتړ وکړ.

په جلسه کې د یوه حاضر کس په وینا، روسیې د خپل غړیتوب د ځنډیدو اټکل کړی وو او د غونډې په پیل کې یې اعلان وکړ چې له دې سازمان څخه وځي. د نوموړي په وینا د روسیې استازي له رای ګیري مخکې غونډه پریښوده.

د ملګرو ملتونو د ګرځندوی سازمان رئیس زوراب پولولیکاشویلي له رای ګیري وروسته پر یوه ټویټ ولیکل:"پیغام روښانه دی."

هغه زیاته کړه " اقدامات به تل عواقب ولري. سوله د بشر اساسي حق دی. ټولو ته تضمین ده. له استثنا پرته."

د هسپانیا د ګرځندوی وزیرې ماریا ریس مارتو چې د غونډي مشري کوله، هم له دې پریکړې هرکلی وکړ.

میرمن ماراتو وویل:" د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین نظامي اقدام د ملګرو ملتونو اساسي اصول، نقض کړي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا "د سیاسي انګیزې څخه راپورته شوې پریکړه ده او موږ یې ناقانونه ګڼو."

د ملګرو ملتونو د ګرځندوی سازمان چې د توریزم د ودې لپاره تخنیکي ملاتړ مهیا کوي، خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه به د کویډ ۱۹ د تاثیراتو له امله د نړیوال ګرځندوی د ښه کیدو مخه ونیسي.

دغه سازمان ویلي دي چې یوازې سږ کال به اوکراین او روسیې ته په سفرونو کې ممانعتونه تر ۱۴ میلیاردو ډالرو پورې د تاوان لامل شي، کوم چې تاثیرات یې له وړاندې په قوي شکل په ټاپوګانو او سمندر خواته سیمو کې احساس شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې د روانې میاشتې په پیل کې په رای ګیري کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې هم پر اوکراین د برید له امله د روسیې غړیتوب وځنډاوه.

پر اوکراین د روسیې برید، د فبروري میاشتې په ۲۴ نیته پیل شوی چې له امله یې په زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي، ښارونه او ښارګوټي له خاورو سره یو شوي او څه باندې پنځه میلیونه کسان نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

اوکراین او غرب د مسکو دا جګړه د خاورو د نیولو لپاره یوه بې ځایه اقدام ګڼلې او هغه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG