د لاس رسي وړ اتصالات

پنس او غني د عطا نور په هکله خبرې وکړې


د امریکا مرستیال جمهور رئیس پنس او د افغانستان جمهور رئیس غني
د امریکا مرستیال جمهور رئیس پنس او د افغانستان جمهور رئیس غني

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د بلخ د والي د سرنوښت په هکله تیلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د سه شنبې د ورځې په تیلیفوني خبرو کې "په بلخ کې د واک په سوله ییز انتقال" ټینگار کړی دی او د افغانستان حکومت یې د عطامحمد نور سره د خبرو له لارې د کړکیچ حل کولو ته هڅولی دی.

له دې سربیره په افغانستان کې عمومي امنیتي وضعیت او د اسیا د جنوب لپاره د جمهور رئیس ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اثر په اړه هم دواړو مشرانو خبرې کړې دي.

افغان او امریکایي مشرانو د اسیا د جنوب په ځانگړې توگه د افغانستان لپاره د جمهور رئیس ټرمپ د ستراتیژۍ په موثریت خوښي څرگنده کړې ده.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه وایي چې د ښاغلي پنس تماس د جمهور رئیس غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د هغه د مستقیمو خبرو دوام دی چې تیره میاشت په کابل کې وشوې.

د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس په دې تیلیفوني تماس کې په افغانستان کې د اصلاحاتو، هر اړخیزو سیاسي اصلاحاتو او د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته د تیاریو په هکله په هڅو ټینگار کړی دی.

XS
SM
MD
LG