د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ نوی والي: اندېښنه نلرم او د کار پیلولو ته چمتو یم


د بلخ نوی والي محمد داود
د بلخ نوی والي محمد داود

د بلخ نوی والي انجینر محمد داود وايي چې هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نلري او همدا چې ولسمشر غني ورته امر وکړي، په بلخ کې خپله دنده پیلوي.

د بلخ نوی والي محمد داود امریکا غږ اشنا ته وویل چې د جمعیت په ګوند کې دننه د هغه کلکه ننګه کیږي او د خپل ګوند ډېرو غړو ورسره توافق کړی دی.

هغه وویل چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یوالي حکومت دا پرېکړه کړې ده چې هغه دې د بلخ والي وي. ښاغلي داود وویل چې ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله هم په دې اړه ورسره خبرې کړې او د ټولو خوښه ده.

نوموړي وویل چې د بلخ ولایت له وکیلانو او ولایتي شورا له غړو سره هم غږیدلي او د ټولو ننګه ورسره ده. هغه وايي د دوې ټولوهدف د بلخ لپاره خدمت کول دي او اوس منتظر دی چې ولسمشر غني ورته د تللو امر وکړي.

هغه وویل چې د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني سره یې هم په تیلیفون کې په دې اړه خبرې کړي او هغه هم په دغې ګمارنې کې کومه ستونزه نلري.

د بلخ نوی والي داسې مهال دا خبره کوي چې په خپله عطا نور او د جمعیت ګوند له واک نه د ښاغلي نور د لېرې کېدو سره کلک مخالفت کړی او هغه یې غیر مسولانه او د ملي یوالي د توافق خلاف بللی دی.

ارګ د دوشنبې په ورځ وویل چې د بلخ له ولایت څخه یې د عطا محمد نور استعفی منلې ده، خو د هغه ګوند جمعیت د ملي یوالي حکومت تورنوي چې هغه یې له سلا مشورې پرته له ولایت نه لېرې کړی دی.

خو ښاغلی داود وايي چې په خپله عطا نور هغه د بلخ ولایت ته ورپېژندلی و او همدا چې هغه خپله دنده پیل کړي ټولې ستونزې او اندېښنې به ختمې شي.

XS
SM
MD
LG