ولسمر ټرمپ وایي په کوم ډول چې د ایران رژیم د متحدو ایالتونو د غوښتنو په اړه مذاکرات کوي، هغه پرې خوشحال نه دی، متحده ایالتونه له ایران څخه غواړي چې د اتومي وسلو غوښتنه او ورانکاري فعالیتونه بند کړي.
ولسمشر ټرمپ وايي نه غواړي چې پوځي اقدام وکړي، خو باور لري چې «کله ناکله» د زور ضرورت وي.
ولسمشر ټرمپ د تکساز ایالت ته تر روانېدو مخکې په سپينې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران په مقابل کې به پوځي ځواک وکاروي؟ وویل: «نه مې خوښېږي چې ویې کاروم، خو ځینې وخت یې باید وکاروئ.»
ولسمشر ټرمپ وویل لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې، له ډسمبر راهېسې د معترضینو د ظالمانه ځپلو، د بالستیک میزایلو د پراختیا او د سیمه ایزو لاسپوڅو ترهګرو ډلو د حمایت په اړه د ایران سره څه ډول معامله وکړي.
نوموړي وویل چې د جمعې په ورځ د ایران له رژیم سره خبرې روانې وې، خو زیاته یې کړه په هغه طریقه چې ایران مذاکرات کوي، زه پرې «خوښ» نه یم.
تېره ورځ د ولسمشر ټرمپ مرستیال جی ډي وینس یوې امریکايي رسنۍ ته وویل چې «داسې هېڅ چانس نه شته» چې متحده ایالتونه دې له ایران سره په څو کلنۍ جکړې کې دخېل شي، واشنګټن په تهران باندې فشارونه زیاتوي چې د خپلو ورنکارو فعالیتونو څخه لاس واخلي.
له واشنګټن پوست سره په مرکې کې د جي ډي وینس له خولې ویل شوي دي چې د ایران له رژیم څخه د متحدو ایالتونو د غوښتنو په هکله هغه او ولسمشر ټرمپ «دیپلوماتیک انتخاب غوره» ګڼي.
هغه وویل: «خو دا په دې پورې اړه لري چې ایرانیان څه کوي او څه وايي.»
د متحدو ایالتونو مرکچیانو سټیف ویتکاف او جیرد کوشنر تېره ورځ د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر البوسعیدي په منځګړتوب له ایران سره د غیر مستقمیو خبرو درېیم پړاو پیل کړ. لا سپینې ماڼۍ نه دي ویلي چې په دې خبرو کې کوم پرمختګ شوی که نه.
البوسعیدي د همدې میاشتې په پیل کې په مسقط او ژینوا کې هم د دواړو خواوو منځکړی و او پیغامونه یې تبادله کول. ولسمشر ټرمپ په وار وار د پوځي اقدام خبرداری ورکړی که تهران د رژیم په رویې کې د لویو بدلونونو د راوستلو په اړه د متحدو ایالتونو غوښتنې ونه مني.
هغه د دغه خبرداري د لا تقویت لپاره تېره میاشت منځني ختيځ د متحدو ایالتونو نور سمندري او هوايي ځواکونه تجهیزات واستول.
واشنګټن پوست وایي چې جي ډي وینس دا رد کړه چې متحده ایالتونه به له ایران سره اوږدې جګړې ته ننوځي. دغې ورځپاڼې د هغه له قوله لیکلي دي: «دا نظریه چې موږ به په منځني ختيځ کې د څو کلونو لپاره په داسې جګړې کې، چې پای یې نه ښکاري، دخېل کېږو- هېڅ چانس نه شته چې داسې وشي.»
د متحدو ایالتونو ایتلافي اسرائیل، چې د تېرکال د جون په میاشت کې یې د امریکا په مرسته له ایران سره ۱۲ ورځې جګړه وکړه، د یوې بلې احتمالي جګړې لپاره ځان برابروي.
په بیت المقدس کې د متحدو ایالتونو سفارت د جمعې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې خپلو غیر ضروروي پرسونل او د کورنیو غړو ته یې اجازه ورکړې چې له اسرائیل څخه ووځي، وايي د «مصونیت خطرونه» شته.
د اسرائیل او لویدیځ رسنیو هم داسې تصویرونه خپاره کړي، چې په کې لیدل کېږي په دې وروستیو کې د متحدو ایالتونو پوځ تل ابیب ته نژدې د بن ګورین په هوايي ډګر کې الوتکو ته تیل اچوي.
د «یو اس اس جرالد ار. فورد» په نوم د متحدو ایالتونو الوتکې وړونکې بېړۍ سیمې ته له انتقال وروسته د مدیترانې په لورې خوځېدلې ده، دا هم د پوځ د تقویت یوه برخه بلل کېږي.
فورم \ دبحث خونه