د متحدو ایالتونو او د ایران د رژیم ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶) په ژینو کې پیل شو.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یوې «لویې ستونزې» خبرداری ورکړی، ځکه چې ایران نه غواړي د خپلو میزایلو د پروګرام په اړه د متحدو ایالتونو د غوښتنو په اړه بحث وکړي.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ په خبرو کې منځګریتوب کوي، د خپل اېکس په ټولنیزې شبکې کې تصویرونه خپاره کړي چې په کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي، د امریکایي مرکچیانو، ستیف ویتکاف او جرېډ کوشنر، سره د ملاقات په حال کې لیدل کیږي.
په دې خبرو کې د ایران د پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، کوي، خو عمان نه دي ویلي چې ایا عراقچي له البوسعیدي سره لیدلي او که نه.
البوسعیدي د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو په لومړي او دویم پړاو کې هم د منځګړي رول درلود. د خبرو لومړی پړاو په مسقط کې او دویم پړاو په ژینو کې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې ترسره شول.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکي چې
د لومړیو غونډو لړۍ د "نوښتګرو او مثبتو نظرونو" له تبادلې وروسته د وقفې لپاره پای ته ورسېده. البوسعیدي لیکلي چې خبرې به د پنجشنبې په ورځ وروسته بیا پیل شي او زیاته کړې یې ده چې "موږ هیله لرو چې لا ډېر پرمختګ وکړو."
سپینې ماڼۍ تراوسه پورې د دې خبرو اترو په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د خپلو هغو غوښتنو لپاره چې د ایران رژیم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې او خپل نور ناوړه فعالیتونه ودروي، دیپلوماتیک حل لارې ته ترجیح ورکوي. خو په وار وار یې ګواښ کړی که تهران دا غوښتنې ونه مني، پوځي اقدام به وکړي. ټرمپ د خپل ګواښ د تقویه کولو لپاره منځني ختیځ ته سمندري او هوایي ځواکونه لیږلي دي.
مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم د متحدو ایالتونو په وړاندې "یو ډېر ستر ګواښ" متوجه کوي.
هغه وویل چې دا رژیم نه یوازې د خپل اټومي وسلو جوړولو پروګرام د هغو برخو دبیا رغولو هڅه کوي چې متحدو ایالتونو تېر جون په یوه پوځي برید کې ویجاړ کړل، بلکې د داسې بین البراعظمي بالستیک توغندیو د جوړولو هڅه هم کوي چې متحده ایالتونو ته د رسېدو وړتیا ولري.
مارکو روبیو وویل: "تاسو لیدلي چې دوی د خپلو اوسنیو توغندیو واټن زیاتوي، او په ښکاره توګه دوی په هغه لار روان دي چې یوه ورځ داسې وسلې جوړې کړي چې د امریکا لویې وچې ته ورسیږي."
روبیو زیاته کړه: "هغوی لا دمخه داسې وسلې لري چې د اروپا ډېرو برخو ته رسېدلی شي. او د دغو وسلو واټن هر کال په چټکۍ سره زیاتیږي."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران رژیم به له واشنګټن سره په خپلو وروستیو غیرمستقیمو خبرو کې د دې پروګرام د پای ته رسولو په اړه خبرې ونه کړي.
هغه وویل: "د بالستیک توغندیو په اړه د بحث نه کولو پر سر د ایران ټینګار یوه ډېره، ډېره لویه ستونزه ده."
فورم \ دبحث خونه