د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس او د امریکا اقتصاد؛ د پنس او هریس د مناظرې مهم بحثونه


د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د جمهوري ریاست مرستیالۍ ته د کاندیدانو مناظره چې د چهارشنبې په شپه اکتوبر ۷ (میزان ۱۶) وشوه تر ډیره د کرونا او د امریکا د اقتصاد د ژغورلو په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د حکومت پالیسۍ باندې د ګرم بحث شاهده وه.

کروناویروس:

دغه مناظره کې چې د یوټا په پوهنتون کې تر سره شوه، میرمن هریس په وار وار د کرونا له کبله امریکا کې رامنځته شوې مړینه یاده کړه او د مناظرې په پیل کې یې په همدې اړه وویل: ”امریکایان د جمهوري ریاست تر ټولو ستره ناکامي په سترګو ولیدله. مایک پنس او دونالډ ټرمپ تر نن ورځې پورې د کرونا د مخنیوي لپاره کومه طرحه نه لري.”

میرمن هریس وویل چې مایک پنس او ډونالډ ټرمپ د کروناویروس په اړه پوهیدل، خو دغه معلومات یې له امریکایانو پټ وساتل.

د میرمن هریس د څرګندونو برخلاف ښاغلي پنس په دغه مناظره کې د کروناویروس پر وړاندې د جمهور رئیس ټرمپ له اقداماتو دفاع وکړه او وویل چې جمهور رئیس ددغه وبا له پیل راهیسې د امریکا د ولس روغتیا او سلامتیا ته لومړيتوب ورکړی دی. د هغه په وینا که جمهور رئیس سم کار نه وای کړی نن ورځ به په امریکا کې د کوویډ۱۹ قربانیان نور هم زیات وای.

ښاغلي پنس وویل چې ډیر ژر به د کروناویروس په لسګونو میلیونه ډوزه واکسین امریکایانو ته چمتو شي.

میرمن هریس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کرونا ضد واکسین به وکاروي که نه، داسې وویل: ”که روغتیایي متخصصین یو واکسین تایید کړي‌ او راته یې د کارولو سپارښتنه وکړي، وبه یې کاروم، خو که ډونالډ ټرمپ يې راته ووایي و به یې نه کړم.”

د میرمن هریس ددغه ځواب په غبرګون کې ښاغلي پنس ادعا وکړه چې میرمن هریس د واکسین په وړاندې د خلکو اعتماد خرابول غواړي. هغه وویل: ”د خلکو له ژوند سره لوبې مه کوئ او د سیاست لپاره د واکسین په وړاندې د خلکو اعتبار مه خرابوئ.”

د کروناویروس د خپریدو مخنیوي لپاره دواړو نوماندانو د ۳.۶ مترو واټن په پام کې نیولی و او دوي د محافظتي ښیښو شاته ناست و.

د امریکا اقتصاد:

میرمن هریس همداراز د ولسمشر په اقتصادي پالسۍ باندې هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې ”د اقتصاد په برخه کې دونالډ ټرمپ او جو بایدن ډیر بنیادي اختلاف لري. بایډن د امریکا د اقتصاد قوت د کارګرو او د هغوي د کورنیو په قوت کې ويني خو ټرمپ بیا هرڅه د سرمایه دارو او شتمنو امریکایانو لپاره غواړي.”

خو ښاغلي پنس بیا د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مرستیال جو بایډن د پالیسو یادونه وکړه او ویې ویل چې ”کله چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو، امریکایان په ډیر بد اقتصادي وضعیت کې وو. ترمپ امریکايي کارګرو ته دندې بیرته راوړې. مونږ د ټرمپ په دوره کې د تر ټولو سترې اقتصادي ودې شاهد و. ”

توکمپالنه:

ددغې مناظرې بله برخه په امریکا کې د نژادي تاوتریخوالي بحث و چې میرمن هریس د تیرې اونۍ مناظرې ته په اشارې سره ولسشمر ټرمپ په توکمپالنې او د سپین پوستو برتري غوښتونکو په ملاتړ تورن کړ.

ښاغلي پنس یې په ځواب کې رسنۍ د ولسمشر د خبرو په تحریف تورنې کړې او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ په وار وار هغه ډلې غندلي چې په امریکا کې توکمپالنې ته لمن وهي.

د اقلیم بدلون:

د اقلیم د بدلون په برخه کې هم میرمن هریس د ولسشمر ټرمپ پالیسو باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې ”ټرمپ په پوهې او ساینس باور نلري”.

مایک پنس بیا په ځواب کې د اقلیم په وړاندې د جو بایډن پالیسیو باندې انتقاد وکړ او وویل: ”اقلیم په بدلیدو دی خو مهمه خبره دا ده چې پوه شو څه شی په اقلیم کې بدلون رامنځته کوي؟ په اړه یې باید څه وکړو؟ مونږ د نویو دوه تریلیارد ډالرو هغو معاملو ته اړتیا نه لرو چې په امریکایي متشبثینو باندې نوي قیودات وضع کړي.‌”

له تروریزم سره جګړه:

ښاغلي پنس د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني او د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل کیدل د ولسمشر ټرمپ د قوي پالیسو مثالونه وبلل او وویل: ”کله چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو، داعش په منځني ختیځ کې د پنسلوانیا ایالت په اندازه سیمه په خپل واک کې درلوده خو د ولسمشر‌ترمپ د حکومت لخوا دغه ډله له منځه یوړل شوه مشر یې، ابوبکر بغدادي د امریکايي پوځیانو لخوا ووژل شو.”

د پنس په ځواب کې کاملا هریس ولسشمر ټرمپ امریکایي سرتیرو ته په بې احترامۍ تورن کړ او ویې ویل چې: ”روسانو په [افغانستان کې] د امریکایي پوځیانو د وژلو په سر انعام ایښی و، خو د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ شپږ ځلې ولادیمیر پوتین سره لیدلي او یو ځل یې هم په دغې موضوع ورسره خبرې نه وې کړې. ”

کله چې له دواړو کاندیدانو څخه وپوښتل شول چې د ټاکنو پایلې به مني او که نه، هیڅ یو کاندید روښانه ځواب ورنکړ او په امریکا کې یې د موجود سیستم او ډموکراسۍ ته خپله خوشبیني وښودله او د خپلې ډلې د بریالتوب ادعاوې یې وکړې.‌

د نن شپې مناظره د تیرې اونۍ مناظرې په پرتله ډېر توپیر درلود چې د ولسمشر ټرمپ او جو بایډن ترمنځ ترسره شوه. سره له دې چې مایک پنس او کاملا هریس ترمنځ په ځینو موضوعاتو ډیر ګرم بحث وشو خو په عمومي توګه دغه مناظره په ډیره ښه توګه یو بل ته د احترام په فضا کې پاې ته ورسېده.

ټاکل شوې چې راتلونکې مناظرې به د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن ترمنځ د روانې میاشتې په ۱۵ او ۲۲ نیټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG