د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او بایډن په خپلې لومړۍ انتخاباتي مناظرې کې څه وویل؟


دا د امریکا د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ لومړۍ انتخاباتي مناظره وه.
دا د امریکا د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ لومړۍ انتخاباتي مناظره وه.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوو کاندیدانو دونالډ ټرمپ او جوبایډن ترمنځ د سه شنبې په ورځ سپتمبر۲۹ (تلې۸) لومړۍ تلویزوني مناظره وشوه.

په دغې مناظره کې چې د اوهایو ایالت د کلېولنډ په ښار کې وشوه، دواړو کاندیدانو ته څه باندې ۹۰ دقېقې وخت ورکړل شو چې د امریکا په یو شمېر مهمو داخلي مسایلو خپل نظر او تګلاره څرګنده کړي.

د انتخاباتو د شفافیت او پايلو د منلو او نه منلو، کروناویروس د وبا، اقتصادي ځوړ، د سترې محکمې د نوې غړې د ټاکلو، په امریکا کې د نژادي تبعیض د مخنیوي او ځینو نورو مسایلو په اړه له دواړو کاندیدانو څخه پوښتنې وشوې.

انتخابات او د انتخاباتو پایلې

د مناظرې یوه مهمه مسئله د امریکا ټاکنې وي. د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو نظر دا دی چې باید یو شمېر رایه ورکوونکي په انتخاباتو کې د پوستې له لارې رای پاڼې ترلاسه کړي، خپل د خوښې کاندید وټاکي او رایه پاڼې بېرته د پوستې له لارې اړوندو مرکزونو ته واستوي.

ښاغلی ټرمپ وویل چې په دې کار سره به په ټاکنو کې درغلي وشي. هغه وویل چې د پوستې له لارې رایه اچونه یو بحران دی. هغه ټېنګار وکړ چې د امریکا ډېرو سیمو ته به میلیونونه رای پاڼې استول کیږي چې دا به یو انتخاباتي بحران وزیږوي. ښاغلي ټرمپ په دې اړه مشخص ځواب ورنکړ چې د ټاکنو پایلې به ومني که نه.

خو ښاغل بایډن وویل داسې شواهد نشته چې د پوستې له لارې په رایه اچونه کې درغلي او تقلب وشي. هغه وویل چې د پوستې له لارې رایه ورکول د کروناویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره کیږي. ښاغلي بایډن وویل که یې انتخابات وګټل او یا وبایلل، نتیجه به ومني.

کروناویروس

د دغې مناظرې بله مهمه موضوع د کروناویروس وبا وه. ښاغلي ټرمپ وویل چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره یې ډېر فوق العاده کار کړی او په خبره یې که د هغه قوي مدیریت نه وای، اوس به ډېر نور امریکایان هم مړه شوي او په دغه ویروس اخته شوي وای.

هغه وویل چې د دغې وبا واکسین به ژر تولید او ووېشل شي.

خو جوبایډن وویل چې د کرونا وروس د واکسین تولید او وېشل ډېر وخت نیسي او دومره ژر نه کیږي چې په خبره یې ښاغلی ټرمپ یې وايي.

ښاغلي بایډن ولسمشر ټرمپ تورن کړ چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره پلان نلري. هغه وويل چې ولسمشر ټرمپ پوهېده چې دا یوه وژونکې وبا ده، خو په خبره یې لاس په کار نشو.

د ارقامو له مخې د کروناویروس له کبله تر دې دمه په امریکا کې څه باندې ۲۰۰زره کسان مړه شوي او څه باندې اووه میلیون نور پرې اخته دي.

اقتصاد

ولسمشر ټرمپ وویل چې د کروناویروس له بندیز او محدویت له لېرې کېدو او کمېدو وروسته بېرته ډېر کاروبارونه پرانیستل او څه باندې ۱۰ میلیون امریکایان بېرته خپلو کارونو ته وګرځېدل. هغه پر ښاغلي بایډن انتقاد وکړ چې غواړي ټوله امریکا وتړي او اقتصاد وځپي.

هغه همدغه راز وویل چې د صنعت په برخه کې یې ډېر کاري فرصونه برابر کړي او په خبره یې دومره کار چې ده په څلورو کلونو کې کړی دی، ښاغلي بایډن په ۴۷ کلونو کې نه دی کړی. له ښاغلي ټرمپ څخه وپوښتل شول چې حکومت ته د ماليې ورکولو په اړه معلومات ورکړي، هغه وویل چې یوازې په ۲۰۱۶ او ۲-۱۷ کلونو کې یې میلیونونه ډالر مالیه ورکړې ده.

خو جو بایډن وویل چې دونالډ ټرمپ لومړی ولسمشر دی چې د واکمنۍ پر مهال یې د امریکا په تاریخ کې بېکاري ترټولو لوړې کچې ته رسېدلې.

هغه وویل چې ډېرو هغو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي چې د کرونا ویروس سره په مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې وو. هغه تور ولګوه چې د ولسمشر اوباما په وخت کې چې څومره صنعتي کاري فرصتونه برابر شوي وو، د ښاغلي ټرمپ په حکومت کې ختم شول.

د سترې محکمې د غړې ټاکل

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې محافظه کاره امي کاریت دسترې محکمې د غړیتوب لپاره کاندیده کړه چې د لیبرالې غړې روت ګینزبرګ ځای ناستې شي. میرمن ګینزبرګ څو ورځې مخکې مړه شوه.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه انتخابات ګټلي او د څلورو کلونو لپاره ولسمشر دی او دا یې مسولیت دی چې تر ټاکنو مخکې د سترې محکمې لپاره نوې غړې وټاکي.

خو دموکرات کاندید جوبایډن وویل چې نوی ولسمشر باید دا غړې وټاکي. هغه وویل چې په دې او باید د امریکا نظر په پام کې ونیول شي.

مېرمن کاریت به د سنا له مجلس څخه د تائید رايې له اخیستلو وروسته د سترې محکمې غړې کیږي.

ټاکل شوې چې له دغې مناظرې وروسته به د اکتوبر په اوومه د دواړو کاندیدانو د مرستیالانو کاملا هریس او مایک پنس ترمنځ هم مناظره وشي.

د ښاغليو بایډن او ټرمپ ترمنځ د اکتوبر په ۱۵ او ۲۲ دوې نورې تلویزوني مناظرې هم وشي چې دواړه کاندیدان به د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنۍ تګلارې په اړه هم خپله پالیسي څرګنده کړي.

ټاکل شوې د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات به د نومبر په درېیمه نېټه وشي.

ټوله مناظره په دغه لینګ کې وګورئ:

XS
SM
MD
LG