د لاس رسي وړ اتصالات

د پنس او هریس مناظره ولې مهمه ده؟


مایک پنس او کاملا هریس
مایک پنس او کاملا هریس

ټاکل شوې چې د امریکا د جمهوري ریاست د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ مرستیال مایک پنس او د جو بایدن د انتخاباتي ټکټ مرستیاله کاملا هریس نن د چهارشنبې په ماښام د اکتوبر پر اوومه (تلې ۱۶) مناظره وکړي.

په کروناویروس باندې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اخته کیدو اوس پاملرنه د انتخاباتي ټکټ مرستیالانو ته چې په نسبي توګه ځوانان دي اوښتې ده.

د چهارشنبې د شپې په مناظره کې ۶۱ کلن مایک پنس پداسې حال کې مناظرې ته داخلیږي چې ۷۴ کلن جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کروناویروس له ناروغۍ څخه د ښه کیدو په حال کې دی؛ هغه ناروغي چې اکثر زیات عمر لرونکي یې قرباني شوي دي.

ددې سره جوخت ۵۵ کلنه کاملا هریس هم د خپل ۷۷ کلن رئیس جو بایډن د عمر په اړوند د اندیښنو په محراق کې واقع شوې ده.

د جورج ټاون پوهنتون استاد تاد بلت، د امریکا د انتخاباتي سیالیو په اړه وویل: "سږکال وضعیت توپیر لري، نه یواځې د کروناویروس په خاطر، نه یواځې پدې خاطر چې ښایي د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ بله مناظره ونشي، بلکه ددې واقعیت په خاطر چې د ۷۰ کالو عمر څخه پورته عمر لرونکي دوه تنه د انتخاباتي ټکټونو په سر کې لرو."

د امریکا د متحده ایالاتو د قوانینو پر اساس د یو جمهور رئیس د مړینې په صورت کې او یا په هر دلیل چې جمهور رئیس ګوښه شي، د هغه مرستیال یا مرستیاله د جمهوري ریاست څوکۍ نیسي.

ښاغلي بلت امریکا غږ ته وویل: "پوهیږو چې د امریکا له هرو څلورو جمهورو رئیسانو څخه یو یې د خپل حکومت دوره نده پوره کړې او دې کار مرستیال جمهور رئیس پنس او سناتوره هریس د جمهور رئیس د ځای ناستي کیدو له درکه ډیر مهم کوي."

د جمهور رئیس ټرمپ او جو بایډن ترمنځ د تیرې اونۍ مناظره د "د پرله پسې نیوکو جدي برخورد" او همداشان د "واقعي محتوا د نه درلودلو" په خاطر د پراخو انتقادونو سره مخامخ شوه او اوس زیاته پاملرنه د هغوی د مرستیالانو مناظرې ته اوښتې ده.

یو شمیر سیاسي کارپوهان پدې باور دي چې د ښاغلي پنس او آغلې هریس ترمنځ مناظره به کمه خصمانه وي او د دوو انتخاباتي ټکټونو بل اړخ به ننداره کړي.

د واشنګټن ډي سي د امریکایي پوهنتون څیړونکی کپري کافارو، په کروناویروس باندې د ښاغلي ټرمپ اخته کیدو ته په بله سترګه ګوري. هغه امریکا غږ ته وویل: "ناڅاپه کوویډ۱۹ په سپینه ماڼۍ کې خپریږي او جمهور رئیس پرې اخته کیږي او روغتون ته انتقالیږي. دغه ټول امریکایان دې ته اړ باسي چې د جمهور رئیس د مرستیال د رول په اړه ژور فکر وکړي."

ښاغلی بلت وایي چې د چهارشنبې په مناظره کې ښایي ښاغلی پنس د امریکا پر لویو ښارونو کې د نژادپالنې ْد مظاهرو په خاطر میرمن هریس چې دمخه څارنواله وه او د انتخاباتو په درشل کې یې له مظاهرو ملاتړ کړی، چلینج کړي.

په همدې توګه میرمن هریس به هم د کروناویروس پر وړاندې د ښاغلي ټرمپ د حکومت پر چلند انتقادونه وکړي. د ښاغلي بلت په وینا د مایک پنس پر وړاندې چې د کرونا وبا ضد عملیاتو مشري کوي د میرمن هریس مقابله به ددې سبب شي چې هغه پرته له دې چې پر جمهور رئیس ټرمپ نیوکه وکړي د خپل سیال مایک پنس پر کړنو سختې حملې وکړي.

د امریکا د انتخاباتو د مناظرو کمیسیون د جو بایډن د انتخاباتي ټکټ غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او د ښاغلي پنس او میرمن هریس ترمنځ د دوه متره ټولنیز واټن پر ځای څلور متره فاصله ایجاد کړې ده.

همداشان پدې مناظره کې د ښاغلي پنس او کاملا هریس سر بیره د مناظرې چلوونکې سوزان پیج، به په شیشه یي محفظو کې ناسته وي چې دلیل یې د کروناویروس د خپریدو ښه مخنیوی ګڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG