د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان د ازادۍ ضمانت لس نورې ورځې وغځول شو  


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان مدافع وکیلانو ویلي دي چې د ښاغلي خان د ضمانت موده د جون تر ۱۹مې پورې غځول شوې ده.

عمران خان د مې په نهمه نېټه د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له خوا د فساد او اختلاس په تور ونيول شو، د هغه پلويانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړې چې ددغو مظاهرو په تاوتریخوالي کې نهه کسه ووژل شول او په لسګونو نوز ټپیان شول او د پاکستان يو شمېر دولتي تاسيسات زيانمن شول.

له دې مظاهرو وروسته، چې د تحریک انصاف د زرګونو پلویانو د نیولو او ددې ګوند د ځینو مشرانو د استعفا لامل شو، عمران خان د مې په ۱۲مه (د ثور ۲۲) په ضمانت خوشې شو او له درې ورځو توقیف وروسته کور ته ستون شو.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې له ۱۵۰ تورونو سره مخامخ دی، دوه ځلې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شوی دی.

د پاکستان حکومت د عمران خان پلویان په تاوتریخوالي او ډارولو تورن کړي، خو عمران خان وايي، پر دولتي تاسیساتو بریدونه د ده د پلویانو کار نه دی، بلکې د هغه د نیولو او د تحریک انصاف د بدنامولو لپاره «تور عملیات» دي.

عمران خان د چهارشنبه په ورځ په یوټیوب کې په خپره شوې وروستۍ وینا کې خپلو پلویانو ته وویل: "زه غواړم خپل ملت ته ووایم چې زه زندان ته تللو ته چمتو یم ... زه به هیڅکله د دې ظالم او استبدادي رژیم په وړاندې سر ټیټ نکړم ... له تاسو هم غواړم چې سر ټیټ نکړئ، ځکه کله چې تاسو دې ظالم او استبدادي واکمنۍ ته سر ټیټوئ، زموږ د ملت وجود به له خطر سره مخامخ شي.»

په داسې حال کې چې د عمران خان او د پاکستان د حکومت ترمنځ کړکېچ دوام لري، د تحریک انصاف ګوند زیات شمېر غړو استعفا کړې ده. څو مشهورو سیاسي څېرو چې له تحریک انصاف ګوند یې ځانونه لرې کړي د چهارشنبې په ماښام د نوي ګوند د "پاکستان استحکام" د جوړولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG