د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشي د بیا نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ځنګل قانون حاکم دی.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي: "د پاکستان د تحریک انصاف مرستیال شاه محمود قریشي د دغه ګوند د کارکوونکو او پلویانو په څېر په ضمانت له خوشي کېدو وروسته بیا نیول شوی دی."

عمران خان زیاته کړې چې "د ځنګل قانون په موږ حاکم دی، زور په حق دی، یوازینی شی چې په وړاندې یې ولاړ دی، هغه زموږ قضائیه ځواک دی."

دا مهال د عمران خان په زرګونو ملاتړي د روانې میاشتې په لاریونونو کې د تاوتریخوالي په تور په زندانونو کې دي. اټکل دا دی چې دا کسان به د پاکستان په پوځي محکمو کې محاکمه شي.

د مۍ میاشتې په نهمه په اسلام اباد کې د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون کې د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پراخ لاریونونه وکړل چې ځینې یې له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښتل.

د پاکستان دوه محکمو د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولي دوهمه) د عمران خان او د هغه د مېرمن ضمانتونه منلي، خو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روانې میاشتې په لاریونونو کې په تاوتریخوالي تورنو کسانو د محاکمه کولو ژمنه کړې ده.

عمران خان پر ځان لګول شوي تورونه بې بنسټه او د پاکستان حالات د پوځي حکومت سره مشابه ګڼلي او د پاکستان اوسنی حکومت یې پر قضائیه قوې د فشار په واردولو تورن کړی دی.

نوموړي وویل: "زموږ هیله یوازې قضائیه قوې ته ده. خو د دې لپاره چې د تحریک انصاف ګوند ته سهولت برابر نشي، پر قضائیه قوه فشار اچول کیږي."

د پاکستان پوځ او حکومت دواړو د عمران خان له نیول کېدو وروسته د اړو دوړ د رامنځته کېدو د تورونو د څېړلو لپاره په دغه هیواد کې د پوځي محکمو د جوړېدو اعلان کړی.

په پاکستان کې د پوځي محکمو د جوړېدو خبرونو په پاکستان او له دغه هېواد دباندې غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه محکمې د پاکستان د پوځي دیکتاتورۍ سره معادلې ګڼلې دي.

خلیلزاد وايي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز "د ولسواکۍ پر سرو کرښو تجاوز" ته دوام ورکوي. نوموړی زیاتوي: "اوس نوموړي په پوځي محکمه کې، چې همدی به یې جوړوي، د ملکیانو د محاکمه کولو پرېکړه کړې. د دې چارې نوم پوځي دیکتاتوري ده، او دا په بربنډ ډول له قانون څخه سرغړونه ده."

د پوځې محکمو جوړیدل په پاکستان کې نوی نه خو یو ډېر کم ساری اقدام دی. هغه افراد چې د پاکستان پر خلاف جګړې، د پاکستان پر پوځ بریدونو، ترهګرۍ، پر امنیتي ادارو او ودانیو په حملو تورن وي، په پوځي محکمو کې محاکمه کیږي.

د دې سره سره چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې محکمې د جون تر اتمې د عمران خان او د شفافیت محکمې د نوموړي د مېرمن ضمانتونه منلي، خو د څه باندې ۱۰۰ دوسیو له امله چې د هغه په خلاف په محکمه کې ثبت شوي، د نوموړي قانوني جنجالونه ژر ختمیدونکي نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG